په کابل کې د نابغه خوشحال څلور ورځنی علمي سیمينار پیل شو
د افغانستان د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون په کوربه توب د نابغه خوشحال څلور ورځنی علمي سیمينار پیل شو.
د کابل پوهنتون استاد او په علمي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون ازادي راډيو ته وویل چې دغه علمي سیمينار د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه جوړ شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.
نوموړی وايي چې د دغه سیمينار لپاره لسګونه پښتو علمي او څېړنیز کتابونه هم چاپ شوي چې د سیمينار په ګډون والو به ووېشل شي.
د ښاغلي ازمون په وینا، د سیمينار په ترڅ کې په علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او ارګ کې پر غونډو سربېره، کندهار ته یو علمي سفر هم شامل دی.
ښاغلي ازمون دا هم وویل چې دغه علمي او څېړنیز سیمينار ته له کرښې پورې غاړې هم لسګونه مېلمانه رابلل شوي دي.