د امریکا پوځ: په سومالیا کې د الشباب ډلې ۶۲ وسله وال وژل شوي
![د امریکا پوځ: په سومالیا کې د الشباب ډلې ۶۲ وسله وال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/23FA19F4-CEEB-4601-91B6-05740797392E_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا پوځ وايي، د سومالیا په بنادیر ولایت کې یې د الشباب له سخت دریځې ډلې سره تړلي ۶۲ وسله وال وژلي دي.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي، د الشباب ډلې ۳۴ وسله وال د شنبې په ورځ په څلورو هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۲۸ تنه نور یې د یکشنبې په ورځ په دوو بریدونو کې له منځه وړي دي.
د امریکا د پوځ افریقايي قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا هوايي بریدونه دوی او سومالیايي شریکانو یې کړي، څو په لېرې پرتو سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو او جلب جذب مخه ونیسي.
د الشباب سخته دریځه ډله په سومالیا کې د حکومت خلاف له کلونو راهېسې جګړه کوي او ډېر کله پر هوټولو او نورو ودانیو ترورېستي بریدونه ترسره کوي.