چارواکي: له پرون راهیسې ۷۹ دولت ضد وسله وال وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یکشنبې له ورځې راهيسې په بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ییزو قوماندانانو او ۶ تنو داعشیانو په ګډون، ۷۹ وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۴ ټپیان دي.
دفاع وزارت وايي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، کندهار، زابل، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ۱۶ وسله والو د وژل کېدو او د هلمند ولایت د واشیر، نهر سراج، ګرشک او سنګین په ولسوالیو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون، ۱۵ تنو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
دفاع وزارت زیاتوي، د فراه په مرکز او خاک سفید کې یې هم ۹ تنه ترهګر وژلي دي.
د غزني په خوږیاڼو کې هم د نهو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
دفاع وزارت همدارنګه په زابل، ننګرهار، پکتیا، ارزګان، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې هم د عملیاتو او وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکړی دی.
په خپلواکه توګه د دفاع وزارت له خوا وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعا سپیناوی ستونزمن دی، خو ازادي راډیو په یو شمېر یادو شویو ولایتو کې د پوځي عملیاتو او تودو جګړو او نښتو راپورونه تر لاسه کړي دي.