د بلخ اوسېدونکي د برښنا په بیه کې د کموالي غوښتنه کوي
د بلخ لسګونه اوسېدونکي د برښنا له ریاسته د مصرفي برښنا په بیه کې د کموالي غوښتنه کوي.
د مزارشریف د ۱۲ ناحیو د ګذرونو لسګونه وکیلان وايي چې په بلخ کې له ازبکستانه د وارداتي برښنا د في کیلواټ مصرف ۶،۱۵ افغانۍ دی، حال دا چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې د یوه کیلواټ برښنا بیه ۲،۱۵ افغانۍ ده.
د بلخ د برښنا ادارې مسؤلان وايي چې دوی د برښنا د بیې د کموالي په خاطر د مزارشریف د خلکو شکایات او غوښتنې د برښنا له مرکزي ادارې سره شریک کړي او هڅه کوي چې دا ستونزه حل شي.
د مزار شریف خلک شکایت لري چې د برښنا د بیې د قیمت د لوړوالي په دلیل ډېرو خلکو د مصرف شوې برښنا پیسې نه دي ورکړي او همدا مسئله سبب شوې چې برښنا ریاست د مصرف شوې برښنا د پیسو په راټولو کې له ستونزو سره مخ شي.
د بلخ د برښنا ریاست مشر محمد نسیم ګنجی هم وايي چې اوس مهال کابو ۱،۵ میلیارده افغانۍ خلک له دې ریاسته پوروړي دي.