د بریتانيا پارلمان: له اروپايي ټولنې د بریتانيا د وتلو لپاره ځای نشته
د بریتانيا پارلمان وايي، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو لپاره ځای نشته.
دا څرګندونې نن په داسې حال کې شوي چې د بریتانيا پارلمان نن ماسختن د دې هېواد د صدراعظمې ټرزا مې د حکومت د راتلونکي په اړه رأيې ورکوي.
وروسته له دې چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو په اړه د ټرزا مې طرحه د پارلمان لهخوا رد شوه، اوس د حکومت راتلونکی د استازو په لاس کې دی چې ويې ټاکي.
د بریتانيا په تاریخ کې د حکومت یوه طرحه هېڅکله په پارلمان کې له داسې یوې ماتې سره نهوه مخامخ شوې. یانې۴۳۲ استازي مخالف او ۲۰۲ استازي موافق.
ټاکل شوې ده نن ماسختن د ګرينويچ پر وخت اووه بجې حکومت ته د رأيې ورکولو پروسه پیل شي.
که د بریتانیا د صدراعظمې ټرزا مې حکومت د اعتماد رأيې واخلي، باید له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو په اړه بله طرحه تر راتلونکې دوشنبې پورې پارلمان ته وړاندې کړي.
خو که حکومت د عدم اعتماد رأيې واخېسته، وضعیت نور هم پېچلی کېږي او د بیړنیو انتخاباتو او حتی د بلې ټولپوښتنې احتمال هم شته.
د روان میلادي کال د مارچ نهه ويشتمه يانې تر راتلونکو دوه نیمو مياشتو پورې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د بشپړه وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.
د ټرزا مې د طرحې تر ماتې وروسته د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک پر خپله ټویټر پاڼه خبرداری ورکړی چې ښايي دا ښه وي چې بریتانيا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.