سبا د کام ایر او د غلام حیدر خان جیلاني والیبال لوبډلې سره لوبېږي
ټاکل شوې سبا د کام ایر او د غلام حیدر خان جیلاني والیبال ټیمونو ترمنځ وروستۍ پړاو سیالۍ ترسره شي.
د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ چې د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې د والیبال په مرکزي لوبغالي کې پیل شوي وې، پهکې هره ورځ څلور څلور سیالۍ پلان شوې وې.
په دغو سیالیو کې د ټول افغانستان څخه د والیبال پیاوړ لوبډلو ګډون کړی وو.