د ننګرهار په ګمرک کې قاچاقي مالونه هم محصول کېږي
د افغانستان د ننګرهار په ګمرک کې د قاچاقي مالونو د محصول کېدو مسله هغه مهال بربنډه شوه چې تېره اونۍ د ګمرک مخې ته د تېلو یوه ټانکر اور واخیست چې په خوا کې د چرګانو له غوښو بار یو ټيلر موټر هم نيمه سوځېدلی و.