د لندن په های ګېټ هدیره کې د کار مارکس د قبر پر شناخته حمله شوې
د لندن په های ګېټ هدیره کې د کار مارکس د قبر پر شناخته ناڅرګندونو کسانو حمله کړې او تخریب کړی یې دی.
د کارل مارکس د قبر مجسمه چې د برونزو جوړه شوې او د قبر د شناخت ډبره په بریتانیا کې په بې ساري تاریخي اثارو کې ګڼل کېږي.
د بریتانیا یوې ادارې چې د های ګېټ هديرې ساتنه کوي، ویلي چې حمله نوې ده او په عمدي ډول شوې ده.
جرمني فیلسوف او اقتصاد پوه، کارل مارکس په ۱۸۸۳ میلادي کال کې د لندن په شمال کې په های ګېټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.