ارګ: د مسکو د غونډې پرېکړې د سولې په تړاو اجرائیوي پایلې نه لري
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د مسکو د غونډې پرېکړې د سولې په تړاو اجرائیوي پایلې نه لري.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري نن پر ټوېټر لیکلي چې په مسکو کې د طالبانو د استازو او یو شمېر سیاسیونو غونډه یو علمي بحث و.
د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په مسکو کې د طالبانو یو شمېر استازي چې شېر محمد عباس ستانکزي یې مشري کوله او د افغانستان د سیاستوالو یوې ډلې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی یې په مخ کې و، سره وغږېدل.
په غونډه کې د ښځو پر حقونو، د امنیتي ځواکونو پر اصلاح او په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو پر برخلیک خبرې شوې دي.