د اوکراین پارلمان له ناټو او اروپايي اتحادیې سره یو تعدیل تصویب کړ
د اوکراین پارلمان له ناټو او اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو لپاره په قانون کې یو تعدیل تصویب کړ.
د اوکراین په اساسي قانون کې د تعدیل طرحه په ۳۳۴ موافقو رأیو تأیید شوه او یوازې ۱۷ مخالفې رأیې ورکړل شوې.
د اوکراین ولسمشر، پترو پروشینکو نن په پارلمان کې د رای ګیري تر پېل مخکې وویل چې دا د خپل هېواد لپاره تاریخي ورځ ګڼي.
پروشینکو وویل چې روسیه په دې خاطر پر اوکراین تعرض کوي چې یو شمېر اوکرایني سیاستوالو د بې طرفۍ اصل ته اولویت ورکاوه او له ټولو ائتلافونو یې د اوکراین د لرې ساتلو هڅې یې کولې.