پاکستان کې د شدید باران او سېل له امله ۱۲ تنه وژل شوي
د پاکستان په جنوب لوېدیځ او مرکزي سیمو کې د شدید باران او سېل له امله ۱۲ تنه مړه شوي دي.
په پاکستان کې د طبیعي افتونو په اړه ځانګړې ادارې ویلي چې نږدې ۲۰۰ کورنۍ د سېل او باران له امله بېکوره شوې دي.
د بېړنیو مرستو ادارې ویلي چې مأمورینیې د بلوچستان او ملتان په سېل ځپلو سیمو کې د خلکو د ژغورنې هڅې کوي.