هلمند: د ۲۱۵ میوند قول اردو پر قرارګاه ډلهییزه حمله پای ته رسېدلې
د هلمند ولايت چارواکي وايي چې په واشېر ولسوالۍ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر قرارګاه ډلهییزه حمله پای ته رسېدلې ده.
د هلمند د والي د دفتر یوه چارواکي نورالله مومند ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي وژل شوي او په سیمه کې د کومانډو ځواکونو له تصفیوي عملیات روان دي.
ښاغلي مومند پهدې حمله کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده.
دفاع وزارت هم تأیید کړې چې په حمله کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتې، خو شمېر یې نهدی ښودلی.
میوند قول اردو پخوا تر دې په هلمند کې د نړیوالو ځواکونو لویه اډه وه.
د دې برید مسوولیت طالبانو منلی.
د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې برید کې ګڼ شمیر امریکایي او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.