پاکستان کې د ۲ هندوو نجونو تښتونه او د اسلاماباد-ډېلي تازه کړکېچ
په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ د دوو هندو نجونو د تښتونې او اسلام دین ته د هغوی د وراړولو ادعا د دوو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او هند ترمنځ تازه کړکېچ رامنځته کړی دی.
نن ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغو نجونو د تښتونې او د هغوی د دین د بدلولو په قضیه کې اووه شکمن ښکېل کسان د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون ویلي وو چې صدراعظم عمران خان د سند حکومت ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي.
پاکستاني پولیسو ویلي چې د دغو هندوو نجونو والدینو د خپلو لورګانو د ورکېدو شکایت له دوی سره ثبت کړی.
اخوا د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په یوه ټویټ کې په اسلاماباد کې له خپل عالي کمېشنره غوښتي چې د یادې پېښې او ادعا په اړه راپور ورکړي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر سوشما سواراج ته په ځواب کې ویلي چې ښه ده چې په خپل هېواد کې په لږکیو مسلمانانو پام وکړئ.
په پاکستان او په ځانګړې توګه په سند ایالت کې تر دې وړاندې هم د کم عمره ودونو او په زوره د مذهب بدلولو پېښې راپور شوې دي.
د بشري حقونو ادارو په وینا، د دې ستونزې له وجې ځیني هندوان او دغسې نور اقلیتونه سیمي یا پاکستان پرېښودو ته اړ شوي دي.
په هند کې هم ځیني وختونه له مسلمانانو سره زیاتی شوی چې تر ټولو عمده بېلګهیې په ګجرات کې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د افراطي مذهبیانو لهخوا د زر تنو مسلمانانو وژنه ده.