د قبایلي ضلعو پارلېماني څوکۍ دې زیاتې کړل شي
د قبایلي ضلعو ځنو پارلیماني غړیو د صوبايي چوکیو زیاتولو او د قامي اسمبلۍ چوکیو پرځای ساتلو غوښتنه کړې او په دې لړ کې يې په اسمبلۍ کې د ايني ترمیمي بل مسوده جمع کړې ده او وايي د قبایلي ضلعو سرشمېرنه سمه نه ده شوې باید چې دا هم سمه کړي.