فېسبوک د جعلي خبرونو اتیا فیصده مخه نیولې ده
رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر اڼترنیټ د جعلي خبرونو خورېدو سره په جمهوري عمل او انتخاباتو اغېز پرېوځي او د فېسبوک او ټويټر غوندې د ټولنیزې مېډیا چلونکیو اوس د داسې رقم جعلي خبرونو او اکاونټونو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.