د بغلان په پلخمري کې چاودنې یو تن وژلی او ۶ یې ټپیان کړي
د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې نن د ماسپښين پر دوو بجو او شلو دقیقو په يوه چاودنه کې د یوه کس د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
امنیتي چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي، خو د بغلان د روغتیا رياست مرستيال عبدالعلیم غفاري ازادي راډيو ته وويل چې روغتون ته د یوه کس مړی او همدا راز شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.