د ناټو، امریکا او ترکيې ترمنځ لفظي جګړې زور اخېستی
د ناټو، متحده ایالاتو او ترکيې ترمنځ لفظي جګړې زور اخېستی دی.
دا لفظي شخړې له روسيې څخه د ترکيې د «اېس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم د پیرولو او د سوريې په اړه د دې درې اړخونو په دریځونو کې د اختلاف له امله پورته شوي دي.
امریکا او ناټو تړون د ترکيې لهخوا د روسيې د دافع هوا سیسټم له پیرولو سره مخالفت ښيې.
ترکيې بیا د دې هېواد او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرونۍ غونډې په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت څرګندونې غندلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل ترکيې سیال مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې ترکيې ته په سوریه کې د پوځي عملیاتو د نه کولو خبرداری ورکړی او له انقرې يې غوښتي چې په تیزۍ سره په ترکیه کې د نیول شوو امریکایانو دوسيې حل کړي.