امریکا ۵ هېوادونو ته د «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکو په پلورولو غور کوي
د امریکا متحده ایالات پینځو نورو هېوادونو ته د «اېف ۳۵» ډوله جټ الوتکو په پلورولو غور کوي.
د رویترز خبري اژانس وايي، پهدې هېوادونو کې رومانیا، پولنډ او یونان هم شامل دي.
بلجیم لومړنۍ هېواد و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې يې د ۴ عشاریه ۵۵ میلیاردو ډالرو په قیمت د «اېف ۳۵» جېټ الوتکو د پیرولو موافقه وکړه.
د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو بریتانيې،اسټرالیا، هالنډ، اسرائیل،جاپان، جنوبي کوریا او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د «اېف ۳۵» الوتکو د پیرولو لپاره يې خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
امریکا ترکیه ته د دې لپاره چې دې هېواد له روسيې نه «اېس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم پیرلی دی، د «اېف ۳۵» جېټ الوتکو د پلورولو معامله ځنډولې ده.