ټرزا مې: ډونالډ ټوسک دې «برګزیټ» د جون تر ۳۰مې وځنډوي
د بریتانيې صدراعظمې ټرزا مې په یوه لیک کې د اروپايي شورا له مشر ډونالډ ټوسک څخه غوښتي چې له اروپايي اتحاديې د بریتانيې د وتلو معامله یا برګزیټ د را روانې جون میاشت تر ۳۰مې پورې وځنډوي.
پهداسې حال کې چې له اروپايي ټولنې د بریتانيې د وتلو لپاره کومه معامله لا نهده تصویب، د اوسني مهالویش له مخې دا پروسه باید د روانې اپریل میاشت پر ۱۲مه نېټه عملي شي.
راپورونه وايي، د اروپايي شورا مشر د دې اتحادي له غړو هېوادونو غواړي چې د بریتانيې صدراعظمې ته یو کال وخت ورکړي.
ډونالډ ټوسک اروپايي هېوادونو ته ویلي چې که موافقه وشي، بریتانیا کولی شي له یوه کال پوره کېدو مخکې هم بریګزیټ عملي کړي.