راپورونه: د سوريې په شمال لوېديځ کې نن لږترلږه ١٥ کسان وژل شوي
راپورونه وايي، د سوريې په شمال لوېديځ کې د دولتي ځواکونو او ياغي ډلو د توپونو په ډزو نن لږ تر لږه ١٥ کسان وژل شوي دي.
دې مسئلې د سيمې لپاره د اوربند هغه موافقه چې د روسيې او ترکيې په منځګړيتوب ورباندې سلا شوې وه، زيانمنه کړې ده.
د سوريې د بشري حقونو يوه څارونکې ډله او د اپوزيسيون يوه پلوي ټلويزيون راپور ورکړى چې نن د حکومت له خوا د توپونو په ډزو ٧ کسان د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه نراب کې ووژل شول.
د ملکي دفاع لپاره د ژغورنې مامورانو بيا نن په ټوېټر کې ليکلي چې ٣ نور کسان د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه سراقب کې وژل شوي دي.
د سوريې دولتي رسنۍ بيا ويلي چې د ياغيانو د توغندي په يوه حمله کې ٥ کسان د حکومت تر ولکې لاندې سيمه مصياف کې وژل شوي دي.
د سوريې شمال لوېديځ د هغو ياغي ډلو چې د ولسمشر بشارالاسد مخالفت کوي، وروستى مرکز ګڼل کېږي.
د دغو وسله والو ډېره برخه د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا چې ايران او روسيې يې ملاتړ کاوه، دغې سيمې ته په شاتګ مجبوره شوې وه.