د جوزجان په قوش تپه کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی
د جوزجان ولایت څخه په یوه خبر کې ویل شوي چې د قوش تپې ولسوالۍ د ترکمن قدوق امنیتي پوسته تېره شپه څو ځلې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې ده.
د قوش تپې ولسوال بایمرداد نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا نښته چې له تېر ماسختن راهیسې روانه وه او تر نن سهاره یې دوام درلود، یو تن سیمه ییز پولیس په کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په نښته کې د طالبانو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته.
د قوش تپې ولسوال وايي، سیمه اوس د حکومت تر کنټرول لاندې ده.