په بادغیس کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نن د جګړې ۵مه ورځ ده
په بادغیس کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانې جګړې نن پنځه ورځې پوره شوې.
په دې جګړه کې دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د دې ۱۲ سرتېرو په وژل کېدو سره دغلته په وروستیو پنځو وروځو کې د وژل شویو افغان سرتېرو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېده.
د افغانستان د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، پر یادو سربېره په دې جګړه کې لس د ملي اردو سرتېري او ۲۴ پولیس سرتېري ټپیان شوي هم دي.
دفاع وزارت همدارنګه وايي، په دې عملیاتو کې نږدې سل تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
په سلګونو طالب وسله والو د تېرې چهارشنبې په ورځ ناوخته د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ برید وکړ او څو امنیتې پوستې یې ونیولې.
افغان او ناټو ځواکونو د شنبې او یکشنبې په ورځ په سیمه کې هوايي بریدونه هم کړي دي.