د کوېټې د هزارګنجي په سبزۍ منډيي کې چاودنې ۱۶ کسان ووژل
د پاکستان د کوېټې صوبې په هزارګنجي نومي سیمه کې پر شیعه هزاره ګانو بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا، لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا چاودنه د جمعې په ورځ سهار د کوېټې د هزارګنجي سیمې په سبزۍ منډيي کې شوې چې د امنیتي چارواکو په وینا، تر دې دمه پکې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د کوېتې ښار د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې په بمي چاودنه کې د ۱۶ کسانو د مړینې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چاودېدونکي مواد د الوګانو په یوه بورۍ کې ځای پرځای شوي وو.
د چیمه په خبره، په دغه برید کې هغه شیعه هزاره ګان په نښه شوي چې هره ورځ د پولیسو په امنیتي کمربند کې دغې منډيي ته د سبزۍ اخیستلو لپاره ورځي.
نوموړی همداشان وايي چې په دغه بمي چاودنه کې د ایف سي ځواکونو ۱ سرتېری وژل شوی او ۴ نور پکې ټپیان دي.
له بلې خوا بیا د بلوچستان وزیر اعلی او د پاکستان صدراعظم عمران خان په کوېټه کې پر هزاره ګانو دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د یادونې وړ ده چې د دغه برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.