IOM: روان میلادي تراوسه له سلو زرو زیات افغان کډوال هېواد ته تللي
د مهاجرت نړیوال سازمان IOM وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې له سل زرو زیات افغان کډوال له ایران او له پنځو زرو زیات له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دا سازمان په خپل وروستي راپور کې وايي، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تراوسه له ایرانه ۱۰۰۳۴۷ او له پاکستانه ۵۵۸۲ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
د IOM د عامه اړیکو د څانګې مرستیال محمد حدیث پردېس له ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي ستونزې هغه مهم عامل بولي چې تېرکال یې هم په زیات شمېر افغان کډوال له ایرانه وتلو ته اړ کړل.
ده وویل:
"په ۲۰۱۸ کال کې له اتو لکو زیات کسان له ایرانه افغانستان ته راستانه شول چې عمده دلیل یې اقتصادي مسایل او په ایران کې وروستۍ اقتصادي ستونزې چې رامنځته شوې، کېدای شي."
اوس مهال له پنځو میلیونو زیات افغان کډوال په بهر کې دېره دي چې ډېری یې په ایران او پاکستان کې اوسي.