د پېښور په حیاتاباد کې د وسلهوالو پر يوه مرکز حمله روانه ده
د پېښور په حیاتاباد سیمه کې د وسلهوالو پر يوه مرکز حمله روانه ده.
په پېښور کې د وسلهوالو پر یوه پټنځای په حمله کې چې ۱۵ ساعتهیې دوام وکړ، یو پولیس او پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د حکومت یوه ویاند شوکت یوسفزي نن د اپرېل په ۱۶مه وویل چې پولیسو او کمانډو ځواکونو پرون د پېښور په حیاتاباد سیمه کې پر یوه کور عملیات پیل کړل.
یوسفزي ویلي چې پولیسو ته له دې ځایه د حملې د پلان خبر ور رسېدلی و.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې له کورونو وتلي دي.
پولیسو ویلي چې دوه یا ښایي تر دوو زیات وسلهوال لا هم پټ دي، ډزې او مقاومت کوي.
د پولیسو په وینا، وسلهوال د کور زېرخانې ته ننوتلي او دوی یې د نیولو هڅې کوي.
وسلهوالو لاسي بمونه هم پر پولیسو ورغورځولي دي.