کورنیو چارو وزارت: په هرات کې چاودنې ۳امنیتي کارکوونکي وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې په هرات ولایت کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله درې امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل، د ملي امنیت کارکوونکي یو مشکوک موټر پیژندلی و چې چاودیدونکي مواد پهکې ځای پرځای شوي وو.
د ښاغلي رحیمي په خبره تخنیکي ډلې د دې موادو د شنډولو هڅه کوله چې چاودنه وشوه.
نوموړي وویل چې پهدې پېښه کې د ملي امنیت ریاست دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي هم دي.
دا پیښه نن مازدیګر په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.