روزي خان امریکايي اداکار ته ورته څهره لري
روزي خان د خیبر پښتونخوا د مانسهرې دی او اوسمهال د راولپېنډۍ په یوه رستوران کې کار کوي. دی تر هغې وروسته مشهور شو چې ځېنو خلکو ورته وویل چې ونه او څهره یې یوه امریکايي اداکار پیټر ډېنکلېج ته ورته ده. اوس یو شمېر خلک رستوران ته د روزي خان لیدو ته ورځي او ورسره عکسونه اخلي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.