چارواکي: په غور کې یوه پوسته د محدود وخت لپاره طالبانو نیولې وه
چارواکي وایي چې په غور ولایت کې تېره شپه د بند بایان امنیتې پوسته د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.
د غور د والي مرستیال حبیب الله رادمنش ازادي راډیو ته وویل، دا پوسته تېره شپه د محدود وخت لپاره وسله والو طالبانو نیولې وه، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بېرته یې ونیسي.
ښاغلي رادمنش وویل، په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.
د بند بایان امنیتې پوسته د غور څو ولسوالیو ته د تللې لویې لارې د امنیت لپاره یوه مهمه پوسته ګڼل کېږي.