د اوکراین په لوهانسک کې د مړو کان کیندونکو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد
د اوکراین په ختیځ لوهانسک سیمه کې د ډبرو د سکرو په کان کې د چاودنې د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.
په دې سیمه کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو مشران چې د ډبرو د سکرو پر دې کان کنټرول لري، وايي چې د ټولو ورکو کان کیندونکو جسدونه تر لاسه شوي دي.
د مړو شویو کان کیندونکي دا شمېر د شنبې په ورځ وروسته له هغې اعلان شو چې د لټون او ژغورنې کارکوونکو د یورویکا په کلي کې د دې کان له ژورو د ټولو کان کیندونکو مړي را وویستل.
دا سیمه د روس پلوو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې ده.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، د بېلتون غوښتونکو مشرانو په غوښتنه یې دې سیمې ته د کانونو ژوغورونکي استولي دي.
د اوکراین د حکومت د ژغورنې ادارې دې سیمې ته رسمي لاسرسی نه لري.