نړیوال صندوق: تمه ده چې د ایران اقتصادي وده سږ کال شپږ سلنه کمه شي
د پیسو نړیوال صندوق وايي، داسې تمه ده چې د ایران اقتصادي وده به په دې کال کې په سلو کې شپږ راکمه شي او په دې هېواد کې به د انفلاسیون کچه په سلو کې څلوېښتو ته ورسېږي.
د پیسو نړیوال صندوق دا اټکل په داسې حال کې کړی چې ایران د امریکا د متحدو ایالتونو د سختو بندیزونو له اغېزو سره مخامخ دی.
واشنګټن وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت، پر دې هېواد یې په تېر نومبر میاشت کې بېرته بندیزونه ولګول.
سپینې ماڼۍ د اپرېل په یویشتمه نېټه وویل، پرېکړه یې کړې چې هغه معافیت تمدید نه کړې چې له ایرانه د تېلو د اخیستو په بدل کې یې ځینو هېوادونو ورکړی و. واشنګټن وايي، غواړي د ایران د تېلو صادرات صفر ته ورسوي.