د غزني چارواکي وايي، په څو حملو کې ١٨ طالبان وژل شوي
د غزني ولايت چارواکي وايي، په څو حملو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه عمليات له پرون راهيسې روان دي.
دی وایي:
"په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د غزني ولايت د مرکز، اندړو او ده يک ولسواليو په اړوندو سيمو کې ٧ هوايي بريدونه او يو توپچي انداخت شوى چې د درېيو سرګروپانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه يې ټپيان دي."
وسله وال طالبان په اندړو کې د برید خبر مني، خو وايي چې څلور ملکيان وژل شوي دي.
د والي وياند وايي په دغو پېښو کې ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.