چارواکي: په تخار کې د نامسؤلو وسله والو په نښته کې ۹ تنه وژل شوي
د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د غير مسؤلو وسله والو ډلو په خپلمنځي جګړه کې ٩ غير مسؤل وسله وال وژل شوي دي.
د روستاق ولسوال عبدالغفور لودين نن ازادي راډيو ته وويل، دغه جګړه تېر مازيګر شوې ده.
ده وویل:
"د غير مسؤلو وسله والو کسانو ترمنځ نښته شوې چې په نتيجه کې يې ٩ تنه وژل شوي او ٦ نور ټپيان شوي دي."
ولسوال وايي، سيمې ته د دولتي ځواکونو تر ورتګ وروسته وضعيت کنټرول شوى دى.
ويل شوي چې دوه کسان د قضيې په تړاو نيول شوي او ورڅخه تحقيقات روان دي.
تر دې مخکې د روستاق ولسوالۍ اوسېدونکو د غير مسؤلو وسله والو د غير قانوني فعاليت له زياتېدو شکايتونه کړي وو.