په هرات کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي.
سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګوال په پانګونه کې ټکني شي.
ده زیاته کړه:
"دوه ورځې وړاندې د یو صراف ځوان زوی اختطاف او بیا ووژل شو، تېره شپه یې یو بل هم وژلی، له بده مرغه ناوړه خبرونه زیات لرو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د تښتونو او وژونو کچه لوړه وه.
ښاغلي خطیبي وايي، د ناامنۍ له امله سوداګرو خپله پانګه له هراته ویستلې او دا مهال یې په ترکیه او ایران کې پرې کارو بار کوي.