رستمي: په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کېږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام په پیل کې په ننګرهار کې د اوبو څلور کانالونه، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه او په جوزجان کې د اوبو رسونې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ده وویل:
"د هېواد په کچه شبکې او کانالونه جوړېږي چې شل فیصده به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، حاصلات به ورسره ۲۵ فیصده لوړ شي او له دې سره به کاري فرصتونه هم رامنځته کړي."
نوموړی وايي چې تېر کال د کرنې وزارت ۹،۲ میلیارده افغانۍ د اوبو لګولو په پروژو مصرف کړې وې.
د ده په خبره، د کانالونو په جوړېدا سره به د بزګرانو تولیدي ظرفیت او حاصلات هم لوړ شي.