د خاکرېز او د کندهار د مرکز ترمنځ غځېدلې لار نن پرانيستل شوه
د کندهار چارواکي وايي، د خاکرېز او د کندهار د مرکز ترمنځ غځېدلې لار تر پوځي عملياتو وروسته نن پرانيستل شوه.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند يحيى علوي وايي، د لارې د خلاصولو لپاره د هوايي ځواک په مرسته عمليات شوي.
دی وایي:
"د دښمن ١٥ وسله وال وژل شوي چې د ګلاب او مصطفى په نوم د هغوى دوه قوماندانان هم په کې شامل دي، ٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي، دوه موټرسايکلونه او يوه ثقيله وسله هم له نورو مهمات سره تخريب کړاى شوي دي."
وسله والو طالبانو له دوو مياشتو راهيسې د خاکرېز لار د ټرافيکو پرمخ تړلې وه.