عراق د واشنګټن او تهران ترمنځ د ولاړ شوي کړکېچ د کمولو هڅه کوي
د عراق چارواکو نن وويل چې هڅه کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ولاړ شوى کړکېچ راکم کړي.
دوى دا خبره عراق ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف د رسمي سفر په دوهمه ورځ وکړه.
د عراق د پارلمان رئيس محمد الحلبوسي وويل، بغداد به د امريکا او ايران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
الحلبوسي له ظريف سره په يوه غونډه کې وويل، عراق په سيمه کې د خطرناک وضعيت د مخنيوي لپاره په ټولو سطحو کې هڅه کوي.
بل خوا د عراق د بهرنيو چارو وزير محمد علي الحکيم له خپل ايراني سيال سره په يوه کنفرانس کې وويل، بغداد د واشنګټن او تهران ترمنځ د ممکنه جګړې پر مخنيوي کار کوي.
الحکيم له ظريف سره تر کتنې وروسته وويل، پر تهران د واشنګټن لګول شوي بنديزونه اغېزناک ونه بلل.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف پرون بغداد ته په داسې حال کې ورسېد چې تر دې سفر يوه ورځ مخکې امريکا اعلان وکړ چې په منځني ختيځ کې خپل ١٥٠٠ پوځي پرسونل ځاى پر ځاى کوي.