Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
10
11
12
13
14
16
17

Новости за 27.12.2017

Pa.azadiradio.com 

يو تاتار فعال له درېيو کلونو زندان تېرولو وروسته خوشې شو

يو تاتار فعال چې د بېلتون غوښتنې او قومي مسايلو ته د لمن وهلو په تور محکوم شوى و، د روسيې په شمال کې په زندان کې له درېيو کلونو له تېرولو وروسته خوشې شو. رافيس کشافوف ويلي چې د ده قضيې سياسي انګېزه درلوده. د تاتاريانو د عامه مرکز مشر کشافوف د ٢٠١۴ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې نيول شوى و او د ٢٠١۵ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې په درې کلن بند محکوم شو. کشافوف ځينې مقالې خپرې کړې وې او په هغو کې يې له اوکراين څخه د کريميا ټاپو وزمې پر جلا کولو او د روسيې په خاورې پورې پر الحاق کولو انتقاد کړى و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني د مظاهرو غوښتنه کړې

د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني سبا په ټوله روسيه کې «د رأيه ورکوونکو د اعتصاب» په نوم د مظاهرو غوښتنه وکړه. ده ويلي، دغه مظاهرې يې د جمهوري رياست له راتلونکو ټاکنو سره د خپل بايکاټ په ملاتړ رابللي دي. د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې چې په مارچ مياشت کې په پام کې دي، د کانديد په توګه د ناوالني د ګډون مخه نيول شوې ده. پر ده د غير قانوني کارونو تور لګول شوى، خو ناوالني وايي دغه تورونه سياسي انګېزه لري.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

چين وايي د اقتصادي دهلېز پروژه د نورو هيوادونو پر ضد نه ده. روسيه له مځکې هوا ته راکټی سیستم ترکيې ته لیږي. په فلپین توپان ۳۰ کسان وژلي. د امریکا د پنسلوينيا ايالت کې په ۳۰ ساعته کې ۱۳۵ سانتي متره واوره ورېدلې. دا خبرونه په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي.

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان یو ښاروال د سپکاوي په تور نقدي جریمه شو

د ازبکستان د ختيځ ښار انديجان ښاروال په عام محظر کې د ښوونکو د سپکاوي په تور جريمه شو. دا په ازبکستان کې يوه بې‌سابقه محاکمه ګڼل کېږي. د لوى څارنوال دفتر وويل، ځايي محکمې پرون دلمراد رحمت‌الله يف د خلکو د سپکاوي په تور تقريباً ٦۴٠ ډالره جريمه کړ. تر ډېره ګومان کېږي دا به په ١٩٩١ میلادي کال کې د ازبکستان تر خپلواکۍ وروسته لومړۍ داسې سزا وي.

Pa.azadiradio.com 

د اسیرو اوکرایني سرتېرو یوه ډله د دولت تر ولکې لاندې سیمې ننوتله

د اوکراين په ختيځ کې د اسيرو شويو اوکرايني سرتېرو يوه ډله د کيف او روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د بنديانو د تبادلې په لړ کې د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته ننوتله. د اوکراين د هرو مادسکي ټلوېزيون د راپور له مخې درې موټر چې ١٦ اوکرايني سرتېري په‌کې سپاره وو، هورليفکا ته نږدې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې له سيمې څخه نن د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته داخل شول. دا د حکومت د ۷۴ نيول شويو پوځيانو ډله ده چې پام کې ده، د ٣٠٦ بنديانو په بدل کې چې د اوکرايني ځواکونو په ولکه کې دي، تبادله شي. د اوکراين... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کاپيسا کې يو پوليس د مهماتو د خرڅولو په تور نيول شوى

په کاپيسا کې يو پوليس د مهماتو د خرڅولو په تور نيول شوى دى. د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي ازادي راډيو ته وويل، دغه پوليس هغه وخت ونيول شو چې له تګاب ولسوالۍ يې ځيني مهمات د خرڅولو لپاره د کاپيسا مرکز ته لېږدول. قوماندان وايي، کشفي قواوو د دغه پوليس په اړه معلومات ورسره شريک کړي وو.

Mashaalradio.com 

ننګرهار: ډایاګ ته ۱۳۲ میله وسلې وسپارل شوې

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پوليسو چې په تېرو شپږو مياشتو کې په جنايي او تروریستي پېښو کې ۱۳۲ ميله ډول ډول وسلې نیولې وې، د چارشنبې په ورځ د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارلې.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې سبا پنجشنبه د تکواندو یو ورځنۍ لیګ پیلېږي

په کابل کې سبا پنجشنبه د تکواندو یو ورځنۍ لیګ پیلېږي. د تکواندو د ملي لوبډلې روزنکي بشیراحمد تره کي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې د کابل د تکواندو د ملي لوبډلې او د کابل د تکواندو د څلورو منتخبو لوبډلو څخه لوبغاړي په بېلابېلو وزنونو کې لوبه کوي. ښاغلی تره کی وايي چې د دغه لیګ هدف د تکواندو نړیوالو سیالیو ته د دغې برخې د ملي لوبډلې چمتووالی دی. نوموړی وايي چې دغه لیګ ۸ اوونۍ مخکې پیل شوی دی .

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې سبا پنجشنبه د تکواندو یو ورځنی لیګ پیلېږي

په کابل کې سبا پنجشنبه د تکواندو یو ورځنی لیګ پیلېږي. د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر احمد تره‌کي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې د کابل د تکواندو د ملي لوبډلې او د کابل د تکواندو د څلورو منتخبو لوبډلو څخه لوبغاړي په بېلابېلو وزنونو کې لوبه کوي. ښاغلی تره‌کی وايي چې د دغه لیګ هدف د تکواندو نړیوالو سیالیو ته د دغې برخې د ملي لوبډلې چمتووالی دی. نوموړی وايي چې دغه لیګ ۸ اوونۍ مخکې پیل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د سرې میاشتې لوبډلې د کابل د فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه

د سرې میاشتې لوبډلې د کابل د فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه. د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې سره میاشت د ۳۴ امتیازونو په درلودو لومړی، د ځوانانو اردو د ۳۱ امتیازونو په درلودو دوهم او دغه راز فروزي لوبډلې د ۲۱ امتیازونو په درلودو سره درېيم مقام خپل کړ. ښاغلی شاداب وايي چې له اردو لوبډلې مجیب الرحمن د ۱۱ ګولونو په ترسره کولو سره، د دغه لیګ غوره لوبغاړی وټاکل شو. د کابل د فوټبال لیګ درې میاشتې وړاندې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې و چې نن پای ته ورسېد.

Mashaalradio.com 

د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز پرانېستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د هند د ممبۍ ښار په بازارونو کې د افغانستان د مېوې بيه د نوي ډيلي پر تله، دوه چنده زیاته شوې، چې له دې درکه سوداګر ډېره ګټه کولای شي. دا خبره د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د چارشبنې پر ورځ په کابل کې د کابل او ممبۍ ترمنځ د نوي هوایي دهلېز يا کوريدور د پرانيستلو په مراسمو کې وکړه. د دغې خونې په وینا ممبۍ ته نن له کابله په لومړۍ الوتکه کې ۴۰ ټنه وچه او تازه مېوه او طبي بوټي لېږدول کېږي.له هند سره د افغانستان لومړنى هوایي دهلیز په تېره جون میاشت کې پرانيستل شوى.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *