په کندز کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له۲۲۰مرکزنو نه ۱۱۲تړلي
په داسې حال کې چې د کندز ولایت په ولسوالیو کې د نوم لېکنې له بهیر څخه ۱۹ ورځې تېرېږي، خو په دغه ولایت کې...
په داسې حال کې چې د کندز ولایت په ولسوالیو کې د نوم لېکنې له بهیر څخه ۱۹ ورځې تېرېږي، خو په دغه ولایت کې...
د وزیرستان ځوانانو سازمان د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پرلت اعلان کړی او پر ولس یې غږ کړی دی چې ځان د میرعلي څلورلارې ته ورسوي.
د شمالي وزیرستان پولیټیکل محرر حمید الله وزیر د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۶ کسان په هېواد کې دننه او بهر د ۵۶۲ کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ کسان یې په څلورو ولایتونو کې د قاچاق په پېښو کې نیولي او له دوی سره یې ۱۶ کیلو ګرامه هیروئين، ۱۰۱ کیلو ګرامه تاریاک، ۴۴۴ کیلو ګرامه چرس او تر یوې کیلو ډېره شیشه یا کرسټال او کيمیاوي مواد هم نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه دوو تنو یې غوښتل چې... Читать дальше...
د ارزګان ولایت لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ په امر نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي ..
ځایي چارواکي وایي چې د هرات پولیسو ۱۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول. د هرات ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل رسنیو ته وویل، دا ۱۳ کسان د هرات د هوايي ډګر پولیسو او نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت په ګډو عملیاتو کې نیولي چې غوښتل يې د هیروئينو ۷۳۸ کپسولونه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي. نوموړي وویل: "د پولیسو له عملیاتو سره قاچاق کوونکي هم د قاچاق لارو چارو ته بدلون ورکوي، د قاچاق کوونکو وروستۍ طریقه په خېټو کې د نشه يي موادو انتقال دی، په بېلابېلو وسايلو، بکسونو، کامرو او... Читать дальше...
په فراه ولایت کې یو ایرانی د ۲۹ کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شو. د فراه د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، یو ایرانی چې غوښتل یې ۲۹ کیلو ګرامه نشه يي مواد ایران ته قاچاق کړي، د ابونصر فراهي له سیمې څخه تېرېده چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيو. په نیول شویو موادو کې ۲۸ کیلو ګرامه کرسټال او ۹۴۰ ګرامه تاریاک شامل دي چې د اوبو په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي او غوښتل يې چې د ټانکر په وسيله يې انتقال کړي. د یادونې وړ ده چې ایرانی ټانکر چلوونکی نیول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.
د لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان په اړه یوه مقاله لیکلې ده چې عنوان یې دی، اسلامي دولت ډلې د کابل د برید د یوې...
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره پر وروستیو تماسونو او په دې اړه پر روانو هڅو او...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن له سوریې سره د نښتې په لټه کې نه دی خوا مریکا به د خپلو متحدو ځواکونو د دفاع او ملاتړ لپاره به له مناسبې او د اړتیا وړ قوې څخه کار واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د روسیې له «ار ټي» ټلوېزیون سره د بشارالاسد د مرکې په غبرګون کې کړې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه. د سوریې ولسمشر، بشارالاسد په دې مرکه کې وویل چې که چېرې امریکايي ځواکونه ژر له سوریې ونه وزي، د هغه د پوځ او امریکايي ځواکونو ترمنځ جګړه ممکنه ده. بشارالاسد په دې مرکه کې ټینګار... Читать дальше...
په غزني کې چارواکي وايي، امنیتي ستونزې شته خو هېڅ ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخامخ نه ده. د غزني ولایت مرستیال، محمد عارف واحدي پرون جمعه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا رپوټونه رد کړل چې وسله والو طالبانو یو شمېر ولسوالۍ لکه اندړ او اجرستان محاصره کړې دي. محمد عارف واحدي زیاته کړه: "په اندړو او اجرستان ولسوالیو کې خال – خال جګړې روانې دي، یوازې د ناوې ولسوالي له څو کلونو راهیسې د مخالفینو په لاس کې ده، خو نورې ولسوالۍ، یوه هم د مخالفینو په لاس کې نه دي." د غزني اندړ، قره باغ او اجرستان ولسوالۍ په وروستیو کې د شدیدو جګړو ډګر وې. Читать дальше...
د روسیې د جنګي الوتکو یو پیلوټ چې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته استول شوی او ورک بلل شوی و، ژوندی موندل شوی او غالباً، ډېر ژر خپل کور ته ستنېږي. انټر فکس خبري اژانس د روسیې د هوايي ځواکونو د اتحادیې د مشر والري وستروتین په حواله لیکلي چې له افغانستانه د نوي موندل شوي پوځي بېرته ستنول، مالي سرچینو، ډیپلوماټیکو هڅو او د مدني ټولنې فعالیت ته اړتیا لري. په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواک د لادرکه شوي پيلوټ هویت پټ ساتل شوی او د امنیتي مسایلو په خاطر دا هم نه دي ویل شوي چې هغه د افغانستان په کوم ولایت کې موندل شوی دی. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، سبا یکشنبه د جون پر دوهمه د شل اوره کرکټ په سیالیو کې، د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي. د شل اوره کرکټ د دریو سیالیو دا لړۍ په هند کې پیلېږي. سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کې د راجیف ګاندي په نړیوال سټیډیوم کې د افغانستان په کوربه توب پېل شي. د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیه رئيس، شفیق الله ستانکزي بېګا ازادي راډیو ته وویل: "په دې سیالیو کې زموږ بری ډېر مهم دی ځکه موږ باید د روان کال تر پایه، د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په منځ کې خپل ځای وساتو څو... Читать дальше...
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په وروستیو پنځو میاشتو کې ۲۸۵ زره افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي....
امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ وايي، د جون میاشتې پر دولسمه نېټه د شمالي کوریا له مشر، کیم جونګ اون سره د کتنې ...