د شمالي کوریا په اړه د جیمز مټېس نوې څرګندونې
د امریکا دفاع وزیر وايي، شمالي کوریا ته به تر هغو امتیاز ورنه کړل شي چې له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د تصفيې لپاره یې څرګند ګامونه اخیستي نه وي. جېمز مټېس نن د جنوبي کوریا او جاپان له دفاع وزیرانو سره په سینګاپور کې له شمالي کوریا سره د امریکا خبرو ته په اشارې وویل: "د مذاکرو پر مهال تر ټولو ښه حالت د کږلېچنو لارو اټکلول دي، موږ به پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو نافذولو ته ادامه ورکړو، شمالي کوریا ته به هغه وخت امتیاز ورکړل شي چې د غیر اټمي کېدو لوري ته ثابت او څرګند اقدامات وښيي."... Читать дальше...