اوربند د کابل ښاریانو اختر، دوه برابره کړ
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، سږني اختر ته ځکه ډېر خوشحاله دي چې اوربند په کې اعلان شوی.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، سږني اختر ته ځکه ډېر خوشحاله دي چې اوربند په کې اعلان شوی.
د ازادي راډيويي مجلې په نننۍ ګڼه مو په لاندې پروګرامونو رانغاړلې ده: فرهنګي خبرونه. امن ته یو ځانګړی ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا په سوله او د اوربند پر دوام ټینګار وکړ.
عام خلک او د ملي شورا غړي د اختر په ورځو کې د طالبانو لهخوا د اوربند له اعلانه هرکلی کوي او دا په افغانستان کې د ...
د فوټبال د نړیوال جام د ۲۱ مې دورې لوبې پرون پنجشنبې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوې. د دې لوبو په لومړۍ ورځ د روسیې او سعودي عربستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته راووتې چې نتیجه یې صفر د پنځه په وړاندې د سعودي لوبډلې په تاوان وه. دا لوبه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د پلازمېنې مسکو په لوژنیکي ورزشي لوبغالي کې د اتیا زره نندارچیانو په مخکې ترسره شوه. ولسمشر پوتین دا مراسم د یو شمېر هېوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون پرانېستل. دا لوبې چې د روسیې د... Читать дальше...
د پکتیا ولایتي ادارې دولتي مؤسسو او خصوصي شرکتونو ته د اختر تر لسمې ورځې پورې مهلت ورکړی چې که د پاکستاني روپیو پر ځای افغانۍ ونه کاروي پیسې به یې ضبط شي. د پکتیا ولایت مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه ویلي دي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دولتي او خصوصي بانکونو، دکاندارانو، سوداګرو، صرافانو او مدني فعالانو لهخوا د افغانۍ کارولو ته د خلکو د هڅونې په مقصد له ترسره شوي کمپاین سره لازمه همکاري ونهشوه، نو ځکه که له مهلت وروسته په ګردېز او شاوخوا سیمو کې یې له هرچا سره پاکستانۍ روپۍ وموندل شي امنیتي مامورین به یې ضبط کړي. Читать дальше...

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره سیګار وايي چې تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو کر یوې بې ساري کچې ته ورسېد. سیګار په یوه نوې راپور کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، د جګړه ځپلي افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو هڅې ناکامې بولي او وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې د یوه مخکې کال په پرتله په سلو کې ۶۳ زیاتوالی ښيي. د سیګار راپور د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش جان سوپکو... Читать дальше...
د بغلان پولیس پهدې ولایت کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکوي. د بغلان امنیه قوماندان پاسوال اکرام الدین سریع ازادي راډیو ته وویل، تورن کس د دې ولایت د شمال په ناامنه سیمو لکه باغ شمال او چشمه شیر کې د داعش په نوم ورانکار فعالیتونه کول او پرون پنجشنبې په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د یوې مدرسې مولوي ووژني. ښاغلی سریع وايي، داعش ډله پخوا په بغلان کې نه و خو اوس - اوس یې پهدې ولایت کې فعالیت پیل کړی دی.
یو شمېر دیني عالمان جګړه او وینه تویونه په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې ناروا بولي. دوی وايي، د اختر ورځې د ...
بیان وايي، د انتخاباتو پر ورځ به د امنیت له پلوه په حساسو مرکزونو کې څارګرې کیمرې لګوي. الېکشن کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د قامي او صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو د انتخاباتو لپاره تیارۍ بشپړې کړې دي.
ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان ته په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د روسانو په دننه کېدو د جګړې اور بل شو چې ورسره کرار- کرار ...
یوه بل امریکايي پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امریکا غږ او رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د ډرون برید هدف د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله وو.
یوه بل امریکايي پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امریکا غږ او رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د ډرون برید هدف د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله وو.
نن د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو لهخوا اعلان شوی اوربند په یوه وخت کې نافذېږي.
د امریکا متحد ایالاتو په ایران کې د بشري حقونو د یوې مخکښې فعالې- نسرین ستوده پر نیولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د هغې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندویې هدرناوئرت په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي چې مېرمن ستوده په تېرو څو کلونو کې د بشري حقونو د دفاع په خاطر د ایران د رژیم لهخوا بیا-بیا ځورېدلې او زندان ته اچول شوې ده. د نسرین ستوده مېړه رضا خندان د چهارشنبې په ورځ پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې امنیتي مامورین د دوی کور ته ننوتل او د ده مېرمن یې ایوین زندان ته بوتله. Читать дальше...
د سولې د ولسي حرکت غړي میدان وردګو ولایت ته رسیدلي او ټاکل شوې چې له اختر وروسته به خپل منزل- کابل ته ورسېږي.
د فوټبال د نړیوال جام لوبو د ۲۱ مې دورې په پیل کې د روسیې او سعودي عربستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته راووتلې...
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د را روانې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې د بشري حقونو د مدافع ډلو، فعالانو، ژورنالېستانو او د مدني ټولنې د فعالانو له ځپلو لاس واخلي. ایمنیسټي انټرنشنل چې مرکز یې په لندن کې دی د جولای د ۲۵ مې له انتخاباتو مخکې په پاکستان کې د بې پوښتنې نیونو، د خلکو د جبري ورکولو او د بیان پر ازادۍ او سولهییزو غونډو د حملو وروستۍ څپه غندلې ده. دا پهداسې حال کې ده چې په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي په زیاتېدو ده او د پخواني صدراعظم نوازشریف ګوند مسلم لیګ (ن) پر پوځ تور لګولی چې په سیاست کې لاسوهنه کوي. Читать дальше...