سعودي عربستان د امریکا د مشرانو جرګې وروستي پرېکړهلیکونه وغندل
سعودي عربستان د امریکا د مشرانو جرګې وروستي پرېکړهلیکونه وغندل چې په يمن کې د سعودي په مشرۍ له ...
سعودي عربستان د امریکا د مشرانو جرګې وروستي پرېکړهلیکونه وغندل چې په يمن کې د سعودي په مشرۍ له ...
د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ډېسېمبرپر ۱۷مه د طالبانو له استازو سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.
د افغانستان ولسي جرګه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي او بهرنیو ځواکونو وروستۍ هوايي حملې چې له املهيې ملکیانو ته ...
نن د دوشنبې په ورځ د خوست څخه ولسي جرګې ته یو شمېر معترضو نوماندانو د خوست د اداري کمپلېکس مخې ته د ...
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د هغه امریکايي افسر دوسیه به بیا پرانیزي چې د یوه افغان په وژلو تورن شوی دی. امریکايي سرتېري مات ګلیسټین تورن دی چې په افغانستان کې يې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یو افغان پهدې ګمان چې د طالبانو بم جوړونکی دی، وژلی و. ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د زیاتو کسانو په غوښتنه د تورن مات ګلیسټین دوسیه چې ده د امریکا یو اتل پوځي وباله، بیا د غور لپاره پرانیزي. د متحده ایالاتو د پوځ یوه ویاند تېره پنجشنبه وویل، تورن ګلیسټین په ۲۰۱۰ میلادي... Читать дальше...
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرانو د اړیکو مرکز پرانیستل شو. د دغه هېواد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پرانیستل شوی مرکز به له بزګرانو سره د ترویج او کرنیزو محصولاتو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي او بزګران به د کرنې له کارپوهانو سره سلا مشورې کوي. د یاد وزارت د خپره شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د ټول هېواد په کچه بزګران کولای شي، له ۱۵۰ وړیا شمېرې سره په اړیکه کې شي او د کرنې په برخه کې له کارپوهانو د اړتیا وړ نظر واخلي. Читать дальше...
د بلخ ولایت د قرهقل پوستکي اداره وایي، د تېرو کلونو په پرتله نورو هېوادونو ته د قرهقُل پوستکي صادرات کم شوي دي. د دغې ادارې مشر محمد عارف د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تېر کال ۵۵۵۲۸۸ جلده د قرهقل پوستکي یې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي، خو سږ کال بیا دا شمېر ۱۹۴۷۷۴ جلده وو. د ښاغلي محمد عارف په خبره، د دې لامل دا دی چې په دغه ولایت او یو شمېر نورو هغو ولایتونو کې چې د قرهقل تولیدات پهکې کېږي، د تولید او صادراتو کچه راکمه شوې، بازار موندنه ورته نهکېږي او ورځ تر بلې د بازار تقاضا راکمېږي. Читать дальше...
د افغانستان د انتخابتو خپلواک کمېسیون وايي، دا مني چې د میزان د میاشتې د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې په انتخاباتو کې ...
شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې پر دې هېواد د بندیزونو دوام به د تل لپاره د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو د بهیر مخه ونیسي. شمالي کوریا پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل، د امریکا لهخوا د بندیزونو نوې لړۍ به د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ اړیکې بېرته پخواني حالت ته وګرځوي. په بیان کې ویل شوي دي چې پر شمالي کوریا بندیزونه لګول به نتیجه ورنهکړي. د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ سږ کال په سنګاپور کې د تاریخي سرمشریزې پر مهال ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون موافقه وکړه چې کوریا ټاپو وزمه به له اټمي وسلو پاکه کړي. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د نننۍ ناستې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي. ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ...
افغان حکومت وايي، د یوه معترض افغان رئیس ځاځي حقوقي دوسیه به په ټول جدیت وڅېړي. رئیس ځاځي تېره پنجشنبه په هرات کې د افغان ولسمشر اشرف غني د وینا پر مهال په لوړ غږ له هغه د خبرو وخت وغوښت. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "رئیس ځاځی له خپلې مور سره یوځای د جمهوري ریاست د دفتر په همغږۍ له هراته کابل ته انتقال شوی. لویې څارنوالۍ او سترې محکمې مسؤلیت په غاړه اخیستی د هغه دوسیه چې په پکتیا کې یوه حقوقي دوسیه ده په ټول جدیت تعقیب کړي." په ټولنیزو رسنیو... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې. د دغه کمېسیون په وېبپاڼه بېګاه ناوخته دا نتایج اعلان شول. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د پایلو په اړه اعتراض لرونکي اشخاص تر دوو ورځو پورې حق لري چې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره خپلې عریضې ثبت کړي. په دې اساس له کابل، ننګرهار، پکتیا او بغلان پرته د ټولو ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان شوي چې د ځینو پخوانیو وکیلانو تر څنګ ګڼې نوې څېرې پارلمان ته وتلې دي. په غزني کې تر اوسه د ولسي جرګې انتخابات نهدي شوي.
له تمې سره سم به نن د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره خبرې کوي. د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، همدا دوشنبه له طالبانو سره د امریکا خبرې جوړوي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی د سیاسي دفتر غړي له امریکايي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي. ده همداراز ویلي چې په دې خبرو کې به د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي. د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته... Читать дальше...
بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله يوه تازه ګڼه کې د افغانستان، پاکستان او چين د درې اړخيزې غونډې پر موضوع ليکنه خپره ...
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل ۱۸ ورځني سفر په وروستیو کې دی.
ترکیې له دې خواشیني ښودلې چې امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته د فتحالله ګولن د مستردولو لپاره اقدام نهدی ...
سعودي عربستان د امریکا د کانګرس د سنا جرګې وروستي پرېکړهلیکونه رد کړل چې پهکې د یمن په جګړه کې له سعودي څخه د ملاتړ د ختمولو او د خبریال جمال خاشقجي په وژلو د دې هېواد ولیعهد د تورنولو غوښتنه شوې ده. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، ریاض پر بېاساسو ادعاوو جوړ د امریکا د سنا جرګې پرېکړه غندي او په خپلو داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوي. د امریکا د کانګرس د سنا جرګې د تېرې پنجشنبې په ورځ یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پهکې د یمن په جګړه کې له سعودي څخه د امریکا د پوځي ملاتړ د بندولو غوښتنه شوې ده. Читать дальше...
پرون یکشنبه په بروکسل کې زرګونه کسانو د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د یوې موافقې په مخالفت لاریون وکړ. د پولیسو په خبره په دې اعتراضونو کې پنځه نیم زره کسان د اروپايي ټولنې د مقر شااوخوا ودانیو ته ورټول شوي وو. د کډوالو په اړه موافقه ښايي د کډوالو د زیاتېدو لامل شي. د خوندي او منظمې کډوالۍ په نوم یو نړیوال سند تېره اوونۍ په مراکش کې د ۱۶۰ هېوادونو لهخوا لاسلیک شو. د امریکا متحده ایالاتو، اتریش، هنګري، ایټالیا، پولنډ او سلواکیا د دغه سند له لاسلیکه ډډه وکړه. دا سند غیر الزامي بلل شوی دی.
د فرانسې د سټراسبورګ ښاریان د هغو کسانو د یادښت مراسم ترسره کړل چې تېره اوونۍ د یوه وسلهوال بریدګر په ډزو کې وژل شوي وو. د سټراسبورګ ښار د کرسمس د بازار په میدان کې په دې مراسمو کې څه باندې زر تنه راټول شوي وو. دا هماغه سیمه ده چې د تېرې سې شنبې په ماښام یوه کس په عامو خلکو ډزې وکړې. د تازه جزئیاتو له مخې پرون د سټراسبورګ د پېښې یوه بل ټپي هم ساه ورکړه چې ټول ټال د وژل شویو شمېر پنځو تنو ته ورسېد. د سټراسبورګ ښاروال رولانډ رېس پهدغه ښار کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کرسمس په بازار کې د... Читать дальше...
حماس فلسطینۍ ډلې د خپل تأسیس ۳۱مه کلیزه ولمانځله. د حماس مشر اسماعیل هنیه پرون د لسګونه زره کسانو په حضور کې د فلسطینیانو له مقاومته ستاینه وکړه. په پرونیو مراسمو کې د حماس پوځي څانګې غړي په پوځي جامو او ماشینګڼونو سمبال ولاړ وو. حماس ډله په غزه کې فعاله ده، خو په ختیځه څنډه کې بیا د دې ډلې سیا ګوند فتح هم چې د فلسطین اداره چلوي حضور لري. فلسطیني جنګیالي چې حماسیې یوه لویه برخه جوړوي له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې درې واره له اسرائیلو سره خونړۍ جګړې هم کړې دي.