ارزګان کې قومي مخورو او دیني علماوو د سولې په تړاو د روانو خبرو ملاتړ کړی
ارزګان کې قومي مخورو او دیني علماوو په ابوظبي کې د سولې په تړاو د روانو خبرو ملاتړ وکړ. دغه قومي مخور او ...
ارزګان کې قومي مخورو او دیني علماوو په ابوظبي کې د سولې په تړاو د روانو خبرو ملاتړ وکړ. دغه قومي مخور او ...
د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وایي، د افغان ښځو سیاسي ګډون کچه به لوړه کړي.
افغان حکومت وايي، متحده ایالات او د افغانستان نور ملاتړي نړیوال هېوادونه هڅه کوي چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې ترسره شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې ۲۰ زره ټنه خوراکي مواد د حیرتان په بندر کې بند پاتې دي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت امر کړی، څو افغانستان ته ټول راوړونکي خوراکي مواد باید په کابل کې ټېسټ شي چې دغه کار سوداګرو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی. ښاغلی الکوزی وايي چې وړاندې به خوراکي مواد په بندرونو او یا هم ګمرکونو کې ټېسټ کېدل، خو اوس سوداګر اړ دي چې دا کار په کابل کې ترسره کړي. نوموړی له حکومته... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې ۹۵ په سلو کې انکشافي بودجه مصرف کړې ده. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې کال ټوله انکشافي بودجه ۱۰ میلیارده او ۹۹ میلیونه افغانۍ وه چې ۹ میلیارده او ۵۹۵ میلیونه افغانۍ یې مصرف شوې ده. نوموړي وویل چې دغه انکشافي بودجه د اوبو لګولو، بنسټيزو پروژو، د بڼ جوړولو او مالدارۍ پراختیا او د وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې مصرف شوې ده. ښاغلی رستمي وايي چې یادې پروژې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پلې شوې دي.
د امریکا انټرنټي کمپنیو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره لسګونه زره کسان د میلیونونو ډالرو په لګښت ګمارلي ...
یوه معتبره امریکایي ورځپاڼه وايي، هککران یا انټرنیټي غله د اروپايي اتحاديې ډیپلوماټیکو مراسلاتو ته داخل شوي دي او ځیني مهم معلومات يې ډاونلوډ کړي دي.
د پيسو نړيوال صندوق يا «IMF» د اوکراين لپاره د ٣ اعشاريه ٩ میليارد ډالرو په ارزښت د تازه پور ورکولو پلان تصويب کړ. دا د اوکراين د ولسمشر پټرو پروشنکو لپاره د راتلونکي ميلادي کال د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې يوه کوچنۍ بريا ګڼل کېږي. د پيسو نړيوال صندوق دغه پرېکړه پرون سې شنبه اعلان کړله چې تمه کېږي د دغو پيسو لومړى قسط به چې يو اعشاريه ٤ میليارد ډالره کېږي، د ډسمبر تر ٢٥ پورې دغه هېواد ته ورکړل شي. د دې ادارې مديره پلاوی وايي، د پاتې دوو نورو قسطونو د ورکړې په اړه به په راروانو مې او نوومبر مياشتو کې پرېکړه وشي. Читать дальше...
د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو یو وار بیا د افغانستان د سولې په اړه په ابوظبۍ کې د طالبانو، امریکا، پاکستان او د متحده عربي...
نن د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره د متحد عربي اماراتو ابوظبۍ ښار د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازې زلمي خلیلزاد د خبرو کوربه دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په یو لړ عملیاتو کې وژل شوی دی. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، بلال ځدراڼ د کوماندو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې وژل شوی دی. د نوموړي په وینا دا عملیات د سې شنبې په شپه په پکتیکا کې شوي دي. ښاغلي جاوېد زیاته کړه: "بلال ځدراڼ، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې مسؤل و. نوموړي په خوست، پکتیا، غزني، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ناامنیو کې لاس درلود او په یو لړ عملیاتو کې ووژل... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان کال د انکشافي بودجې په سلو کې ۹۱ برخه د قوس تر ۲۶ نېټې پورې مصرف شوې ده. ارګ په یوې خبرپاڼې کې وايي، د مالیې وزارت چارواکو دا خبره په هغه راپور کې کړې چې د سې شنبې په ورځ یې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې ته وړاندې کړ. د مالیې وزارت پهدې راپور کې ویل شوي: "د روان کال د قوس تر ۲۶ مې نېټې پورې د ۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه تر ۱۲۴ میلیارده افغانیو زیاتې مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف ښيې او د تېرکال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کونړ کې یې په یو ځوابي برید کې څلور تنه طالب وسلهوال وژلي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، یو شمېر وسلهوالو د سې شنبې په ورځ د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو ډلهییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول. د کورنیو چارو وزرات وايي، د پولیسو په ځوابي برید کې ۱۱ تنه وسلهوال ټپیان شوي هم دي. د کورنیو چارو وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، د هرات د ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو تر منځ لویه لاره کې یې د یو ايښودل شوي ماین په شنډولو د یو تروریستي پېښې مخه نیولې ده.
د غزني والي وايي، په دغه ولايت کې د امن د ټينګښت او د دولت له وسلهوالو مخالفانو د نيول شويو سيمو د تصفيې لپاره محلي اردو جوړېږي. وحيد الله کليمزي د ازادي راډيو خبريال ته وويل چې حکومت دغې اردو ته ټول امکانات برابروي: "د محلي اردو ټول امکانات او امتيازات له ملي اردو سره برابر دي. صرف توپير يې دا دى چې د سيمې خلک به وي. په خپله سيمه کې به د خپلې سيمې دفاع کوي. وسلې، امتيازونه او معاشونه به يې د ملي اردو په شکل وي." دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د دولت وسله والو مخالفانو د غزني ولايت ځينې سيمې په خپل کنټرول کې راوستلي دي. Читать дальше...
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کابل هډې په سیمه کې د کانال اړوند ۲۵ هکتاره ځمکې د خرڅلاو په تور يې د ښکېلو کسانو د نيونې هڅې پيل کړي.
د افغانستان په جنوب کې د دغه ناارامه ولایت د زرګونه خلکو لاسونه او پښې د ماینونو، ځانمرګو بریدونو او وسلهوالو نښتو پر مهال پرې شوي دي.
دا یوازې ولسمشر ټرمپ نهدی چې د ټرمپ له خیریه بنسټ څخه په ناسمې استفادې تورن دی، بلکې زوی یې ایریک ...
د امریکا یو فډرالي قاضي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلاین په اړه حکم ځنډولی دی. د نوموړي مدافع وکیلانو د سې شنبې په ورځ د اوسني پروسې د دوام غوښتنه وکړه څو د رابرټ مولر له څېړنو سره لا ډېره همکاري وشي. فلین اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې یې د امریکا د فډرالي تحقیقاتو د ادارې مامورینو ته د روسیې د سفیر سره د لیدنې په اړه درواغ ویلي. د سپینې ماڼۍ له دې غونډې درې اوونۍ وروسته چې کله په امریکا کې د روسیې د سفیر سره د مایکل فلین د لیدنې د وخت او د خبرو اترو... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر په فضا کې د دې هېواد د نظامي عملیاتو د څارنې لپاره د فضايي قوماندانۍ د رامنځ ته کولو امر کړی. ډنالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د یو سند په لاسلیکولو د امریکا د دفاع وزارت ته دنده ورکړه، څو د فضايي عملیاتو د څارنې او تنظیم لپاره یو نوی مرکز رامنځ ته کړي چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په وسیله په چټکه توګه د کارولو وړ وګرځي او په فضا کې د سټلایټونو او مصنوعي سپوږمکیو په شمول د امریکا د ګټو مؤثره دفاع وکړی شي. دا مرکز د ولسمشر ټرمپ له هغه هدفه چې غواړي یو ځانګړی فضايي ځواک رامنځته کړي جلا ګڼل کېږي، خو ښايي دواړه پروژې په یو لوري حرکت وکړي. Читать дальше...