د کندهار اوسېدونکو د انسان تښتونکو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه
د کندهار ښار او ولسوالیو يو شمېر هغه اوسېدونکې چې ماشومان يې انسان تښتونکو له تښتونې وروسته په بې رحمۍ وژلي ...
د کندهار ښار او ولسوالیو يو شمېر هغه اوسېدونکې چې ماشومان يې انسان تښتونکو له تښتونې وروسته په بې رحمۍ وژلي ...
حکومت پرېکړه کړې چې سمدستي به ۵۰ کروړه روپۍ د اغېزمنو سیمو انتظامي مشرانو ته ورکړي چې له ځپل شویو سره مرسته وکړي.
افغان پوځي چارواکي د زابل په ارغنداب او د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ۱۲ وسلهوالو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده. کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې په زابل کې شپږ او د ارزګان په چورې کې دوه وسلهوال وژل شوي دي. ښاغلي عيسي زیاته کړه چې په دغو عملياتو کې څلور نور وسلهوال هم ټپيان شوي دي. طالب وسلهوالو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې د اټمي جګړې خطر باید کم اهمیته ونه ګڼل شي.
افغان امنیتي چارواکو وايي چې داعش یې په افغانستان کې له پښو غورځولی او اوس هم د دغې ډلې د جنګیالیو په وړاندې عملیات روان دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن په کابل کې دی. هغه پرون ...
د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د احمد ولي مسعود او محمد حنیف اتمر د کاندیدۍ له اعلان سره سم د انتخاباتو خپلواک ....
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرته له خوشحال خانه په پښتو او پښتونوالۍ پوهېدل ناشونې دي. ولسمشر محمد اشرف غني ...
د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، امریکا له سوریې څخه د پوځي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل کړې ده.
د پاکستان خیبر پښتونخوا په چترال کې د کالاش قبیله اختر لمانځي. د قبیلې غړي وايي، د راتلونکي کال لپاره دوعاګانې کوي او هر کال دا اختر لمانځي. ويډيويي رپورټ وګورئ.
د ازادي راډیو خبریال محمد صادق رښتیني د کندهار ښار او عینو مېنې بېلابېل عکسونه رالېږلي او هم یې په د دې ښار ورځنی ژوند انځوریز کړی دی.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر قبایلي ضلعې په لواړګي کې ولسي جرګه وشوه چې یو شمېر چارواکو او ځایي مشرانو پکې ګډون وکړ. په جرګه کې قومي مشرانو غږ وکړ چې امنیتي ځواکونه دې د دوی په کورونو چاپې نه وهي او نه دې یې ځوروي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د افغان کوریا د حرفهیي زدهکړو په روزنیر مرکزکې د تخنیکي کارګرانو د روزلویوه نوې څانګه پرانېستل شوه.
زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ده د متحده عربي اماراتو، افغانانو او له نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې
د بغلان د اقتصاد ریاست وایي، سږ کال پهدغه ولایت کې ۸۸ پراختیایي پروژې پلان شوې وې چې تر دې دمهیې ۶۶ پلې شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رئیس محمود واحدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ۶۶ پلې شوې پروژې د کلینیکونو، ښوونځيو، بندونو او پلونو په شمول د اوو سکټورونو په ساختماني برخو کې پلې شوې دي. خو نوموړي ونهویل چې د دغو ۶۶ پروژو لپاره څومره بودجه ځانګړې او څومره تر اوسه لګول شوې ده. د ښاغلي واحدي په خبره، دغه پراختیایي پروژې د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پلې شوي چې خلکو تهیې... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د دولتي کاري بستونو لپاره د معاشونو د لوړولو طرحیې جوړه کړې ده. د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د راروان مالي کال له پیله به په دولتي معاشونو کې تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راشي. خو ښاغلي مسجدي وویل، د هغو لوړپوړو دولتي چارواکو معاشونه چې له اندازې زیات دي، کمېږي. د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دا طرحه د خلکو د اقتصادي ژوند د ښهوالي لپاره برابره شوې چې تر اوسه په مطلق ډول د ځینو تخنیکي ستونزو له امله... Читать дальше...
په بغلان کې د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان سلیم خان کوچی د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی. کوچی چې د دهنه غوري ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو قوماندان و، تېره شپه د پلخمري په زمانخېل سیمه کې ووژل شو. د بغلان د امنیه قوماندانۍ د جرمونو په وړاندې د مبارې مدیر نظیف الله خرمي هم د هغه وژل تأیید کړي دي. د ازادي راډیو د سیمهییز خبریال د راپور له مخې نوموړی چې په بغلان کې یو بانفوذه قوماندان و، له دې مخکې څو ځلي د طالبانو له حملو روغ وتلی و.
په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په خپل کلني خبري کنفرانس کې برخه واخلي. دا ځل دغه کلنی خبري کنفرانس داسې مهال کېږي چې د روسیې د ولسمشر محبوبیت په تېره بیا د هېواد د کمزوري اقتصاد له امله کم شوی دی. کرملین وویل، ۱۷۰۲ خبریالانو ته چې شمېر یې بې ساری بللی اجازه ورکول شوې چې د پوتین دغه کنفرانس چې د هغه دا ډول ۱۴ کنفرانس دی، تر خبري پوښښ لاندې ونیسي. دغه ټلوېزیوني کنفرانسونه چې د کال په پای کې جوړېږي، د پوتین د دورې یو دود شوی. نوموړی له دغو کنفرانسونو په استفادې غواړي له ځانه... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټویڼرپاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې وایي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې له تاریخي بریا وروسته ټول امریکایي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. ټرمپ پرون وویل، موږ پر داعش بریالي شو او دا ډله مو ماته کړه او سخته مو ماته کړه: "موږ وګټله او دا شی مو غوښت، زموږ ټول ځوان هلکان، ښځې او سړیان به اوس بېرته راځي." د ولسمشر ټرمپ له خوا دغه ویډیویي پیغام وروسته له هغې خپرېږي چې د هغه پر مخکیني ټویټري پیغام چې هغه مبهم... Читать дальше...
البانیا وایي، دوه ایراني ډیپلوماټان یې د امنیتي دلایلو له امله له خپلې خاورې ایستلي دي. یوه جګپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې یو ډیپلوماټ پهدې هېواد کې د ایران سفیر دی. د البانیا د بهرنیو چارو وزرات ویاندې ایدلیرا پریندي پرون خبریالانو ته وویل چې پر دغو ډیپلوماټانو پر هغو فعالیتونو کې د لاس لرلو شک کېده چې د هېواد ملي امنیت ته زیان رسوي او هغه له ډیپلوماټیکو فعالیتونو سره په تضاد کې و. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، دغه ډیپلوماټان د اسرائیل په ګډون له بهرنیو هېوادونو سره تر خبرو وروسته ایستل شوي دي. Читать дальше...
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې یې له بېلابېلو لورو سره ګټورې خبرې درلودې او په کابل کې به هم د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي. ښاغلی خلیلزاد چې له ابوظبي وروسته پرون اسلام آباد ته او له هغه ځایه تېره شپه کابل ته تللی، تراوسه نه ده څرګنده چې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو یې سره کتلي که نه؟ په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به افغان ولسمشر اشرف... Читать дальше...
د لومړي ځل لپاره د هرات په درېیو ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په هدف سیمهییز پوځونه جوړېږي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په لومړي ګام کې سیمهییزه اردو په ګذره، کشککهنه او کشکرباط ولسوالیو کې جوړېږي. د ځواکونو د ګمارلو او روزنې لپاره چمتووالی پیل شوی دی او موږ باور لرو چې د ساحوي یا د سیمهییزې اردو په ګمارلو سره به د امنیتي ستونزه مهمې برخې هواري شي." د ښاغلي فرهاد په خبره اوس مهال یو شمېر کسان په ۲۰۷م ظفر قول اردو کې خپلې پوځي روزنې پرمخ وړي. دا اقدام... Читать дальше...
افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲ سیمې له وسلهوالو مخالفینو تصفیه کړي دي. د ننګرهار د والي له دفتره په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دغه سیمې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تصفیه او د وسلهوالو مخالفینو یوه اندازه پوځي تجهیزات د افغان ځواکونو له لوري ترلاسه شوي دي. اعلامیه زیاتوي اوس هم په خوګیانو او سره رود ولسوالیو کې تصفیوي عملیات دوام لري. د ننګرهار د والي دفتر په یوې بلې اعلامیې کې بیا راغلي چې افغان ځواکونو تېره شپه د یوه... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ابوظبۍ تر غونډې وروسته پاکستان او بیا کابل ...