ایران: د امریکا نوي بندیزونه به د ډپلوماسۍ د لارې د بندېدو په معنا وي
ایران وايي چې پر دې هېواد د امریکا نوي بندیزونه به د تل لپاره د ډپلوماسۍ د لارې د بندېدلو په معنا وي. په خلیج کې د ایران لهخوا د امریکا د یوې بې پیلوټه کشفي الوتکې له ویشتل کېدو وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه فرمان کې د لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنهاي او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ګډون پر ایراني چارواکو نوي بنديزونه ولګول. د دې اقدام په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې پر خامنهاي او ظریف بې ګټې بندیزونه د تل لپاره د ډيپلوماسۍ د لوري د تړلو په معنا دي. Читать дальше...