د سولې بینالافغاني خبرې؛ د جګړې قربانیان په دغو خبرو کې څنګه ګډون وکړي؟
دغه کمېسیون وایي تر هغو چې د جګړو قربانیان عدالت او خپلو حقونو ته لاسرسی ونهلري او د ستونزو د هواري لپارهیې لازم شرایط برابر نهشي، د سولې مذاکرات مطلوبه نتیجه نهشي ورکولای.
دغه کمېسیون وایي تر هغو چې د جګړو قربانیان عدالت او خپلو حقونو ته لاسرسی ونهلري او د ستونزو د هواري لپارهیې لازم شرایط برابر نهشي، د سولې مذاکرات مطلوبه نتیجه نهشي ورکولای.
زرګونه تنو نن (پنجشنبه) په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د خطیب او د کابل پوهنتون د استاد ډاکتر ایاز نیازي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. ډاکتر نیازی له یوه بل تن سره د سې شنبې په ماښام د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. د دې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.
په ډنمارک کې په یوه بې ساري اقدام کې نژدې ۱۰ زره تنو د لوبغالي په شاوخوا کې د نصب شویو تلویزیونونو په وسیله په مجازي ډول د فوټبال یوه مسابقه ولیده او د خپلې خوښې ټیمونه یې تشویق کړل. د ګڼو هیوادونو د فوټبال لیګونه د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله ځنډول شوي.
په افغانستان کې د سینما او تیاتر پېژندل شوی هنرمند حشمت فنايي نن د جون په ۴مه، خاورو ته وسپارل شو. هغه پرون مړ شوی و. د هغه زوی، مسعود فنايي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پلار یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. د افغانستان د تیاتر او سینما زیاتو کارکوونکو د فنايي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. هغه په ډېرو فلمونو او تیاتري نندارو کې کار کړی و.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی شمالي افغان دی. دی وايي، د موسيقۍ زده کړې له خپل پلار استاد شاه ولي کوي او غواړي چې په پښتو غزل کې نوې تجربې وکړي. د شمالي افغان خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس دې بابېزه نهګڼي. امرالله صالح نن د جون په ۴مه، پر فېسبوک په یوه پیغام کې لیکلي چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له خپلو ټولو سرچینو کار اخلي، خو له دې ویروسه هېڅڅوک هم په امن کې نهدي. امرالله صالح لیکلي چې د خپلې کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي یې کرونا ویروس نیولي دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت مکرراً پر خلکو غږ کوي چې له کرونا ویروسه د ځان ساتلو لپاره دې له نورو خلکو لیرې واوسي، د امکان... Читать дальше...
د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د مخنیوي او وقایې مرکز خبرداری ورکړ چې له دوو میاشتو ډېر وخت وشو چې په دغه هېواد کې د موږکانو په چلند کې بدلون راغلی دی.
له اسلم خان سره چې مو مرکه کوله نو هغه مهال يې د يوه ماشوم لپاره قبر کېنده.
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.
د ښاغلي کټوازي په وینا د ولسي په دغو کسانو کې یو هم محمود کرزی دی چې تر اوسه د کابلبانک په قضیه کې ښکېل پاتې شوی.
د بشري حقونو او ډیموکراسۍ یو شمېر پلویان او فعالان په هانګ کانګ کې نن د جون ۴مه، د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد په مختلفو سیمو کې ځانګري مراسم جوړوی. په تېرو ۳۱ کلونو کې به دا اول وار وي چې د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد عمومي مراسم لغوه کېږي. په چین کې یو شمېر کارګرانو، محصلانو او زدهکوونکو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د پیکېنګ په تیانمین څلور لارې کې د ډیموکراتیکو بدلونونو او په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره مظاهره وکړه او په ټول چین کې یې د مظاهرو څپه راپورته کړه، خو تر اووه اوونیو... Читать дальше...
د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی نن د جون په ۴مه، ووژل او پنځه ملکي وګړي زخمیان شوو. د قرهباغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین پر بایسکل ايښی او د ریموټ کنټرول په وسیله د ولسوالۍ په بازار کې چاودلی دی. پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي او د قرهباغ ولسوال ویلي چې هدفیې نهدی څرګند او مسؤلیتیې هم چا نهدی اخیستی.
د اروپايي اتحادیې یو شمېر غړو هېوادونو، بریتانیا او اسټرالیا په افغانستان کې د ملي روغې جوړې لپاره د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی دی. په کابل کې د دغو هېوادونو سفارتونو نن د جون په ۴مه، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی هیله لري چې په دې پسې به د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې لپاره د خبرو د پیل نېټه اعلان شي. په بیان کې ویل شوي چې دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان اوس په مذاکرو کې د ښځو پر رښتیني ګډون ټینګار وکړي. هغوی همداراز غوښتنه کړې چې حکومت او طالبان باید ښځې د سولې پروسې په ټولو... Читать дальше...
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.
په کابل ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ښوونکې د قرنطین په ورځو کې د امتیازاتو د نه لرلو له امله شکایتونه لري.
نن (د جون څلورمه) په ټوله نړۍ کې د تشدد د قرباني ماشومانو د ملاتړ ورځ ده. ملګري ملتونه دا ورځ ځکه لمانځي چې د خلکو پام د ماشومانو حقونه ته ورواوړي. دا اداره وايي جګړې، غریبي، بې تعليمي، کورنی تشدد او د ژوند بنيادي سهولتونو نشتوالی پر ماشومانو زور زیاتي ته لار برابروي.
د مینیسوتا ایالت څارنوالۍ چهارشنبه د دیریک چاوین د درېیم درجه قتل تور دویمې درجې ته پورته کړ او دری نور پولیس یې په درېیم درجه قتل تورن وپيژندل.
په کابل کې نن د جون ۴مه، د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي. مولوي ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا و. هغه د سې شنبې په ماښام تر لمانځه وروسته، له جوماته د وتلو په وخت کې په چاودنه کې ووژل شو. په چاودنه کې یو شمېر نور ملکي وګړي هم چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي وو، ووژل او زخمیان شوو. د مولوي ایاز نیازي قتل وسلهوالو طالبانو غندلی او یو جنایتیې بللی دی. د حملې مسئولیت لا کومې ډلې نهدی اخیستی.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږکال د تېر کالپه نسبت د هندواڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي راغلی، خو بزګرانبیا شکایت کوي چېد اوبو د کموالي له امله یې سږ کال د هندواڼو حاصلات کم شوي دي.
د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې زندانیان ازادوي او په مقابل کې بهیې طالبان تر ۱،۰۰۰ پورې د حکومت بندیان خوشې کوي.
اوسمهال که د نړۍ له روغتیايي ادارو وپوښتل شي چې تر ټولو زیات څه ته اړتیا لري، ښایي ووايي د کرونا ویروس پر ضد واکسین.
د پېښور یو اوسېدونکی له پخوانیو وسپنیزو او کباړ شویو شیانو څخه مجسمې او هنري ټوټې جوړوي. نسیم یوسفزی وايي، له کوچنیوالي یې له انځورګرۍ، کارټون جوړولو او نورو هنرونو سره مینه لرله خو غوښتل یې چې مختلف کار وکړي نو ځکه یې وسپنیز هنر ته مخه کړه. د نوموړي هنر په اړه ویډیو وګورئ.
فري کهور په افغانستان کې د سېکهـ اقلیت څخه ده. هغې خپل پلار راهول سېنګهـ شااوخوا دوه کاله وړاندې په جلالاباد ښار کې د داعش وسلهوالو په یوه برید کې له لاسه ورکړ.
روسیې منلې چې سوریې تهیې نورې 'مېګ-۲۹' جټ الوتکې استولې دي. دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا پوځ روسیه تورنه کړه چې دغه هېواد د سوریې له لارې لیبیا ته جنګي الوتکې لېږدوي او هلته د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې د خلیفه حفتر په ملاتړ د حکومت په ضد جنګېږي. په دمشق کې د روسیې سفارت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دفاعي همکاریو په ترڅ کې د جنګي الوتکو یوه بله برخه سوریې ته ورسېده. د سوریې سنا خبري اژانس ویلي، دغه الوتکې به د سوریې پر هوا مأموریت کې برخه اخلي. روسیه چې سوریه کې د بشار... Читать дальше...