Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2020

Новости за 29.09.2020

Mashaalradio.com 

د افغانستان او پاکستان د کمې شوې سوداګرۍ وجه څه ده؟

افغان چارواکي‌وايي‌ پاکستان سره بې ثباتو اړيکو مجبوره کړي چې د مرکزي اسيا او ایران سره سوداګري زیاته کړي. د دوی په وېنا له دې امله د اسلام اباد او کابل تجارتي راکړه ورکړه کمه شوې ده.   د افغانستان د تجارت وزارت وياند، جاويد دبیر وايي‌ د پايداره ښو اړيکو د نشتوالي له امله افغان حکومت کوښښ کړی چې پر پاکستان د خپل ضرورت تکيه کمه او نورو هېوادونو ته مخ کړي. هغه د سپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ هرکال پاکستان ته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو برامدات کوو. دا شمېره لا نوره هم مخ پر زیاتېدو ده. خو له پاکستانه د سامانونو راوړل ډېر کم شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله: هیله لرم د قطر مذاکرات پایله ورکړي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان مشرانو جرګې له مشر سره په کتنه کې وویل، تمه لري چې په قطر کې روانې مذاکرې یوه پایله ورکړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. عبدالله عبدالله چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ نن له صدراعظم عمران خان او د مشرانو جرګې له مشر صادق سنجنراني سره وکتل. ښاغلي عبدالله تر دې مخکې په اسلام اباد کې د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې وویل: "موږ په خپل هېواد کې د تروریزم موجودیت نه غواړو، نورو اشخاصو ته هم اجازه نه ورکوو چې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ډاکټر نجیب د ولسواکۍ پلوي او د افراطیت مخالف وو: خوستي ویناوال

دوی وویل، نوموړي د خپلې واکمنۍ په اولو وختونو کې یو شمېر هغه مهم ګوندي کسان له ندو ګوښه کړل، چې سخت دریځه وو، خپل مخالف لوري سره يې سوله نه منله او یوازې د حاکم ګوند د واکمنۍ پر دوام يې ټېنګار لاره.

Pa.azadiradio.com 

سولي ته د رسیدو لپاره د عبدالله او قریشي خوشبیني

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د سولي مرکچي پلاوي ته سپارښتنه شوې چې له زغمه کار واخلي او جوړ جاړي ته چمتو اوسي. له دې سره هم مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د سیمي هیوادونه د افغانستان د سولي ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ او جوبایډن په لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې برخه اخلي

د امریکا ولسمشر او سیال یې په لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې برخه اخلي. داسې اټکل کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیې په اړه د نیویارک ټایمز د څېړنیز راپور په اساس پوښتنې او بحث د نن شپې دې نوي دقیقه يي مناظرې زیاته برخه ونیسي. د ټرمپ او بایډن د درېیو ټلویزیوني مناظرو له ډلې لومړۍ یوه نن شپه د سېپټېمبر نهه ویشتمه ترسره کیږي. دا مناظره د نومبر درېیمې تر ولسمشرۍ ټاکنو پوره پنځه اوونۍ مخکې پلان شوې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي و چې د دې مناظرې سخت انتظار باسي. مناظره د اوهایو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان بېرته خپلې پولې پرانیستې؛ افغان مسافر د ویزو نشتوالي ستونزو سره مخ کړي

یو شمېر افغان مسافر شکایت کوي وايي، که څه هم  پاکستان ته د تګ لپاره د لارو د خلاصون اعلان شوی خو دا چې ویزې نه ورکول کېږي نو نه شي کولای چې له شوي اعلان ګټه پورته کړي.  پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله تر سفر وروسته اسلام اباد اعلان وکړ چې د راتلونکې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې به پاکستان ته ټولې لارې د افغان مسافرو پر مخ پرانیستې وي.  له دغه اعلان سره سم د سه شنبې په ورځ زیات شمېر خلک د تورخم په طرف ورغلل چې د خیبر پښتونخوا له لارې پاکستان ته ولاړ شي.  خو هغوی چې ویزې نه لري د ستونزو خبره کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښوونځیو حضوري زدکړو پیل په اړه بېلابېل غبرګونونه

یو شمېر افغان زده کوونکي او ښوونکي د ښونځیو بیا پیل ته خوښ دي.    دوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، سره له دې چې کرونا ویروس اوس هم یو جدي ګواښ دی خو د حکومت له لوري د ښونځیو بیا پیل ښه ګام دی.   د افغانستان کابینې په خپلې یو تازه پرېکړه کې د راتلونکي اوونۍ د شنبې له ورځې څخه په ټول افغانستان کې د ښونځیو د حضوري زدکړو پیل طرحه تایید کړه.   خو د کابینې دې پرېکړې ته ډول ډول غبرګونونه وښودل شول.   یو شمېر زده کونکي او ښوونکي دغه ګام ستايي.   په کابل کې د امنه فدوي ښوونځي دوه زده کوونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'ای پي ایل' سیالیو په لړ کې نن ډیلي او حیدراباد سره لوبه کوي

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا 'ای پي ایل' سیالیو په لړ کې نن د ډیلي کاپیټلز او سنرایزرز حیدراباد ټیمونه په خپلو کې سیالي لري.   دواړه ټیمونه به د کابل پر وخت د ماښام شپږنیمې بجې د ابوظبۍ د کرکټ په میدان کې سره مخامخ شي.  په سنرایزرز حیدراباد ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شامل دي.  په پرونۍ مسابقه کې چې د رویال چلنجرز بنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ وه، مسابقه چې په شلو اوورونو کې مساوي شوه سوپر اوور ته ووتله، خو وروسته په اضافي اوور کې رویال چلنجرز ټیم وتوانېد سیالي وګټي.

Pa.azadiradio.com 

ډایکنډي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۴ تنه ملکیان وژل شوي

د ډایکنډي د والي دفتر وايي د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۱۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.  د ډایکنډي د والي ویاند نصر اله غوري ازادۍ راډیو ته وویل، چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه، چې په کجران ولسوالۍ کې یو مسافر-وړونکی موټر پر ښخ کړي ماین وربرابر شو. هغه زیاته کړه: "په پېښه کې له بده مرغه ۷ ښځې، ۵ ماشومان او د چلوونکي په ګډون ۲ سړي وژل شوي دي." د والي ویاند وايي په پېښه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې، درې کسان ټپیان شوي دي.  د پېښې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: په افغانستان کې د پولیو ۴۹ نوې پېښې ثبت شوې

د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د پولیو پر ضد د فرعي واکسینونو د کمپاین له پیل سره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق په دغه هېواد د پولیو د ۴۹ پېښو د ثبت خبر ورکوي. دغه اداره وايي،دا پېښې په ۹ کلونو کې بې سارې دي. ټاکل شوي چې په نوې پیل شوې کمپاین کې دوه میلیونه ماشومان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین شي. پنځه کلنه شکریه ګوزڼ وهلې. هغه په خپله ماشومانه انداز وایي، په لار نه شي تلای او تر دې یې وړه خور په خپلو پښو ګرځي. د هغې مور صایمه هم خپلې لور دغه وضیعت ته ډېره اندېښمنه ده.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بیلاروس د کړکېچ اواري لپاره د فرانسې هڅې

د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه، چې اروپا به په بیلاروس کې د روان کړکېچ د اواري لپاره په منځګړیتوب کې همکاري وکړي.  ایمانویل مکرون دا خبره په لیتوانیا کې د بیلاروس د اپوزیسیون له مشرې سویتلانا څیخانوفسکایا سره تر کتنې وروسته وکړه.  د بیلاروس د اپوزیسیون مشرې وویل، د فرانسې ولسمشر په بیلاروس کې د روان کړکېچ د حل لپاره له خپلې وسې سره د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.   بلخوا د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا چې د خپل فرانسوي سیال تر څنګ و،  په ویلنیوس کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل، د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډ له خپلې خاورې ۵ تاجکستانيان وایستل

د پولنډ چارواکو د تاجکستان ۵ وګړي له اسلامي دولت ډلې یا داعش تروریستي ډلې سره د اړیکو په شک له خپلې خاورې وایستل.  شک کېږي چې دغو کسانو د پولنډ او اوکراین وګړي په پولنډ کې د تروریستي اعمالو لپاره ګمارل.  پولنډ راډیو پرون راپور ورکړ، د تاجکستان د دغو وګړو له ډلې څلور یې په مې میاشت کې نیول شوي وو او پنځم چې په ډسېمبر میاشت کې له پولنډه تښتېدلی و، چې وروسته د ټروریزم ضد نړیوالو ادارو په مرسته ونیول شو.  د پولنډ د یوې امنیتي ادارې په وینا دغه پنځم مشکوک کس سوریې ته سفر کاوه او غوښتل یې د داعش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نګورنو قره‌باغ​​​​​​​ لانجمني سیمې پر جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

د ارمنستان او اذرباییجان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره‌باغ لانجمني سیمې پر سر وسله واله شخړه نن درېیمې ورځې ته وغځېده.  په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د دې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه شوې، دواړه لوري یو او بل جګړې ته په لمن وهلو تورنوي. په دې جګړه کې له دواړو لوریو د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.   د اذرباییجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان پوځ پر داش کیسان سیمه د توپونو ډزې کړي، خو ارمنستان دا تورونه ناسم بللي دي.  بلخوا د ارمنستان دفاع وزارت وايي، وسله واله جګړه په تېزۍ سره روانه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: هېچا ته د تروریزم په هدف له خپلې خاورې د ګټنې اجازه نه ورکوو

د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، افغانستان هېچا ته د تروریزم په هدف له خپلې خاورې د استفادې یا ګټنې اجازه نه ورکوي. عبدالله عبدالله نن په اسلام اباد کې د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې وویل: "موږ په خپل هېواد کې د تروریزم موجودیت نه غواړو، نورو اشخاصو ته هم اجازه نه ورکوو چې له دې خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي، اوسنۍ مذاکرې تر ټولو غوره هیله ده، چې له زغم څخه په استفاده د جګړې د ختمېدو سبب شي." عبدالله عبدالله چې پرون پاکستان ته لاړ نن او سبا هم د پاکستان له عالي رتبه چارواکو سره خبرې کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان چارواکي: ګیزاب او خاص ارزګان کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

په ارزګان ولایت کې د ملي اردو یو ویاند وايي، په هوايي بریدونو کې د دولت ۱۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن اقا محمد صافي ازادۍ راډیو ته وویل: "ځینو وسله‌والو غوښتل تېره شپه په ګیزاب او خاص ارزګان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چې هوايي ځواک په نښه کړل" هغه زیاته کړه: "دښمن ته ۲۳ نفره تلفات واوښتل، چې له دې جملې ۱۷ نفره یې په ساحه کې مړه پراته وو او ۵ نفره شدید ټپیان لري." ویل شوي، وسله‌والو خپل یو مړی له ځانونو سره وړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د قطر مذاکراتو دوام به د جګړې پای ته زمینه برابره کړي

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، په قطر د سولې مذاکراتو پیل دا هیله پیدا کړې چې افغانستان جګړې سره خدای په اماني وکړي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې پاکستان ته‌یې د خپل درې ورځني سفر په دوام کې نن د اسلام اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او د دوام هیله یې وکړه. ښاغلي عبدالله وویل، پاکستان او افغانستان دواړه داسې هېوادونه دي چې ښه راتلوونکې ته اړتیا لري او په خبره یې د دې کار لپاره په افغانستان کې سوله ډېره مهمه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ له امله د مړو شویو شمېر له یو میلیونو واوښت

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیونو واوښت. د دې وبا له لاسه د مړو شویو انسانانو شمېر داسې وخت دې برید ته رسېدلی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو وار بیا په کویډ-۱۹ د اخته خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی. کرونا وُبا چې له هره پلوه یې ۲۰۲۰ کال وځاپه تر دې دمه د څه باندې یو میلیونو انسانانو ژوند اخیستی. د دې وُبا له لاسه چې د نړۍ هر ګوټ ته خوره شوې د مړو شمېر پرون وروسته له هغه له دې بریده واوښت چې په هند کې د مړو شمېر له پنځه نوي زرو انسانانو پورته ولاړ. د امریکا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اې اېن پي بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزی تری تم

د عوامي نیشنل ګوند د اطلاعاتو صوبايي سېکرېټري اسد خان اڅکزی د جمعي په ورځ له کوټې سره نزدې  لادرکه شوی دی. نوموړی د ګوند صوبايي مجلس عاملې غونډې ته له  چمنه  و کوټې ته روان وو چې له کچلاغه تر تېرېدو وروسته تری تم شوی دی. د نوموړي مشر  ورور امجد خان ایډوکیټ  بېګا ماښام مشال  راډیو ته وویل چې اسد خان د پشتورګو ناروغه دی او که برمته ګرو پرېنښود نو روغتیا ته یې زښته ډېر زیان رسېدلای شی. ورور یې برمته ګرو ته ږغ وکړ، اسد خان سهار، غرمه او ماښام د خپلې ناروغۍ ګولۍ خوري نو دوی ورته وايي چې پکار ده د ده صحت ته زیات پام وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني د افغانستان د خونو فدراسیون پرانیست

جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د خونو فدراسیون رسماً پرانیست. له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ښاغلي غني په دې پرانیست غونډه کې وویل، چې افغانستان د خونو فدارسیون په پرانیستلو سره د اقتصاد یوه واحده ژبه او ادرس پیدا کړ. د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي رئیس محمد اسماعیل غضنفر وویل، خصوصي سکټور له پاشلتیا تېر شوی او اوس د خونو فدراسیون په جوړېدو سره یې د افغانستان د هوساینې لپاره تر یوه چتر لاندې استوار ګامونه واخیستل. د خونو فدارسیون کې د کرنې او مالدارۍ تولیداتو، د ښځو د سوداګرۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د افغانستان جګړو کې د تاج بي بي درې مړونه ووژل شول

کونړ کې هغه مېرمن چې درې مړونه یې په امنیتي ځواکونو کې د دندې پر مهال ووژل شول او څلورم یې په سترګو ړوند شو. تاج بي بي وايي، ژوند یې له سختو ستونزو سره مخامخ دی. روح الله انوري یې په اړه دا ویډیويي رپورټ جوړ کړی.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ او جوبایډن نن په یوه مناظره کې ګډون کوي

په پام کې ده چې د امریکا له انتخاباتو پنځه اوونۍ مخکې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان جمهوري غوښتونکی ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن نن د سپټمبر په ۲۹مه په یوه مناظره کې ګډون وکړي. دا مناظره داسې مهال جوړېږي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحقیقاتي راپور کې د ولسمشر ټرمپ د مالیو له سوابقو پرده پورته کړې او تمه ده چې د دې یو نیم ساعته مناظرې بحثونه هم تر ډېره پر همدې موضوع متمرکز وي. په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ په تېرو ۱۷ کلونو کې یا هېڅ مالیه نه‌ده ورکړې او که‌یې ورکړې هم ډېره کمه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذربایجان د شخړې دوهمه ورځ؛ په نګورنو قره‌باغ کې ۶۵ کسان وژل شوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له ارمنستان او اذربایجانه غوښتي چې په نګورنو قره باغ سیمه کې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي. په جنوبي قفقاز کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ نښتې په خونړۍ جګړه بدلې شوې. دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دې نښته کې د سیمه‌ییزو ځواکونو ترکیې او روسیې د ښکېلتیا خطر زیات شوی دی. د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۸مه) د نیم پوځ د خوځښت خبر ورکړ. پلازمېنې باکو وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د یوې کورنۍ د پنځو غړو په ګډون شپږ اذري وګړي وژل شوي او ۱۹ ټپيان شوي دي. Читать дальше...


Семья Анастасии Заворотнюк ожидает ее погребения на Троекуровском кладбище

Админ Telegram-канала "Рынок шкур" получила четыре года за мошенничество

В селе Крапивна Тульской области стартовал фестиваль Крапивы

Губерниев пожалел спортсменов из-за возможного переноса Игр дружбы



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Губерниев пожалел спортсменов из-за возможного переноса Игр дружбы

Семья Анастасии Заворотнюк ожидает ее погребения на Троекуровском кладбище

В Москве 1 июня похоронили Анастасию Заворотнюк

"МК": в Москве женщина получила 17 судимостей и установила рекорд

Музыкальные новости

Кубок области по блицу завоевал шахматист из Великих Лук

В Штабе «Единой России» детям рассказали о правилах безопасного отдыха

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.

Олег Рой и Дарья Донцова высказались о необходимости масштабирования опыта Башкортостана в проведении книжных фестивалей

Новости России

"МК": в Москве женщина получила 17 судимостей и установила рекорд

На МКАД грузовик столкнулся с двумя легковушками

Семья Анастасии Заворотнюк ожидает ее погребения на Троекуровском кладбище

Админ Telegram-канала "Рынок шкур" получила четыре года за мошенничество

Экология в России и мире

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Глава Реутова проверил содержание территории города

ONYX отправляется в Большой тур по России

Спорт в России и мире

Медведев пошутил о том, что часто проводит ночные матчи на турнирах «Большого шлема»

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"

Moscow.media

Лёд и пламень

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Распределяй и управляй: водители «Грузовичкоф Бизнес» – о преимуществах работы и трудовых буднях  

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *