Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Октябрь
2021

Новости за 13.10.2021

Pa.azadiradio.com 

امریکا چمتو ده په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي 

د امریکا متحده ایالات چمتو دي د کرونا ویروس له امله له میاشتو بندیز وروسته په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي.   د نیویارک د دموکرات سناتورې کریسټین ګلي برانډ دفتر پرون اعلان وکړ، امریکا پرېکړه کړې چې له کاناډا او مکسیکو سره خپلې پولې د هغو کسانو لپاره بېرته خلاصې کړي چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي.  متحده ایالات یوازې له همدې دوو هېوادونو سره ځمکنۍ پولې لري.  د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیجاندرو میجرکاس دا پروګرام چې په اساس به یې د سیلانیانو په ګډون غیر ضروري سفرونو ته اجازه ورکول کېږي تایید کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د اسراییلي، عربي اماراتو او امریکايي ډپلوماټانو غونډه ده

نن د اسراییل، عربي متحده اماراتو او امریکا لوړپوړي ډپلوماټانو یوه درې اړخیزه غونډه ترسره کېږي. تمه کېږي چې ایران د دوی د خبرو په سر کې وي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د اسراییل او متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیرانو یایر لاپید او شیخ عبدالله بن زید النهیان سره خبرې وکړي.  له اسلامي هېوادونو سره د اسراییلو د اړیکو ټينګښت هم د دوی د خبرو په اجنډا کې شامل دی.  متحده عربي امارات، بحرین او مراکش لومړني عربي هېوادونه دي چې له څو لسیزو وروسته یې له اسراییلو سره ډپلوماټیکې اړیکې ټېنګې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونه: هره ورځ افغانستان سره د مرستو وخت پای ته رسېږي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هره ورځ له افغانستان سره د مرستو وخت پای ته رسېږي.  د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ پرون وویل چې د ژمي په را رسېدو په افغانستان کې په میلیونونو خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. بلوچ زیاتوي: "باید هېر نه شي چې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې تر ټولو ناوړه بشري بېړنی وضعیت پرې تېریږي. میلیونونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري. له درې نیم میلیونه څخه ډېر خلک د ناامنیو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي."  ښاغلي بلوڅ په کابل کې په یوه ویډیو کنفرانس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا د افغانستان په تړاو د جي۲۰ سرمشریزه بریالۍ وبلله 

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د افغانستان په تړاو د جي شل فوق العاده سرمشریزه بریالۍ وبلله.  دراګي پرون د جي شل یا د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې وویل:  "په ټوله کې، زه به دا غونډه بریالۍ وبولم ځکه زه باور لرم چې دا لومړی ځل دی چې مشرانو د افغانستان کړکېچ ته څو اړخیز ځواب ورکړی."   د جي شل په سرمشریزه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستان سره یو میلیارد یورو مرسته وشي.  که څه هم طالبانو د افغانستان له اړمنو خلکو سره له دې مرستې هرکلی کړی دی خو دا مرستې د هغوی د حکومت له لوري خلکو ته نه انتقالیږي.

Pa.azadiradio.com 

مالوچ څه وخت رامنځته شول او څه ارزښت لري؟

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د مالوچو یا پختې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی چې په پیل کې به واورئ چې: مالوچ څه وخت رامنځته شول ؟ او څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امریکا: غواړو افغانانو ته ډپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ برابر کړو

د امریکا متحد ایالاتونه وايي، غواړي له نړیوالې ټولنې سره یوځای افغانانو ته ډپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي.   سپینه ماڼۍ افغانستان وايي، ولسمشر جو بایډن د نړۍ د شلو اقتصادلرونکو هېوادونو یا جي شل  انلاین غونډې ته دا خبره پرون وکړه.  د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د ټرورېزم او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د خطر په وړاندې د مبارزې د دوام پر اهمیت هم بحث وکړ.  د اعلامیې له مخې برخه والو ومنله چې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو د اساسي-بشري حقونو  ملاتړ مهم دی.

Pa.azadiradio.com 

هند: نړۍ دې نه پرېږدي چې افغانستان د ترورېزم په مرکز بدل شي

د هند صدراعظم وايي، د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې نه دې پرېږدي افغانستان د افراطیت او ترورېزم په مرکز بدل شي. ناریندرا مودي، تېره شپه په خپل یوه ټویټ کې ویلي، د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د ډلې یا جي شل په پرونۍ انلاین غونډه کې یې دا خبره وکړه. ښاغلي مودي په خپل ټویټ کې ویلي، ده په عاجل ډول له ځنډ پرته افغانانو ته د بشري مرستو پر برابرولو او د ټول­ګډونه حکومت پر تشکیل ټینګار وکړ. هند پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په افغانستان کې د ټرورېزم د پراختیا په باب په وار- وار خبرداری ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کاپیسا کې د 'کاساـ زر' لپاره د برېښنا ۱۵۰ ستنې نصب شوې

د طالبانو حکومت وايي، د کاساـ۱۰۰۰ پروژې د ملاتړ لپاره په کاپیسا کې د برېښنا ۱۵۰ ستنې یا پایې نصب شوې.  باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه پایې په حصه اول ولسوالۍ کې لګول شوي او ۳۵۰ نورې پایې به هم د برېښنا عمومي ریاست له خوا په کاپیسا کې ودرول شي چې زیات خلک د برېښنا له نعمته برخمن شي.   د کاساـ۱۰۰۰ په نوم پروژې له لارې قرغیزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا پاکستان ته لېږدوي.  د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان ۱۴۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال یې یوازې ۷۵۰ مېګا واټه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان ملي لوبډله: قطر کې مو تمرینات په شدت روان دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وايي، په قطر کې یې د نړیوال جام د مسابقو لپاره چمتووالی او تمرینات په شدت روان دي.  د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي، حضرت الله ځاځي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د نړیوال جام لپاره مو دلته ښه چمتووالی پیل کړی او تمرینات مو روان دي. که خدای کول موږ ښه خواري کړې او چمتووالی مو نیولی، ستاسو د هېوادوالو د دعاګانو په هیله." د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام مسابقې په متحده عرب اماراتو کې کېږي چې د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اکتوبر پر ۲۵ مه وي.   افغانستان په دویمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرګي ریابکوف: امریکایان زموږ منطق او غوښتنو ته پام نه کوي 

روسي چارواکو داسې اشارې ورکړي چې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له یوې لوړ-رتبه چارواکې سره یې د لوړې سطحې خبرې ګټورې نه وې.   دوی وايي، په مسکو کې د دغو خبرو پرمهال د سفارتونو د کار کوونکو د شمېر او نورو موضوعاتو په اړه زیاتې خبرې ناحله پاتې شوې.   د روسیې خبري اژانسونو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له درېیمې درجې چارواکې ویکتوریا نولاند سره یې خبرې ګټورې وې، خو ده خبرداری ورکړ چې وضعیت ښايي لا خراب شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې ۲تنه یوه هېواد ته د پټو اطلاعاتو د پلورلو په هڅه تورن شول 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د سمندري ځواک یو انجنیر او د هغه مېرمن یوه بهرني هېواد ته د سمندري ځواک د پټو اطلاعاتو د خرڅولو په هڅه تورن شول.  قاضي امر کړی چې دواړه تورن کسان به د دې اوونۍ تر پایه تر بلې محاکمې پورې په توقیف کې وساتل شي.   جاناتان او دیانا توبي (Diana Toebbe) پرون د لنډې شېبې لپاره ویسټ ورجنیا ایالت په یوه فډرال محکمه کې حاضر کړای شول.   په دې لنډکۍ محاکمه کې د دې قضیې په اړه هېڅ ډول واقعي معلومات له برخه والو سره شریک نه شول.   قاضي امر وکړ چې د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: چمتو نه یو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو څو ټولشموله نه شي

د جرمني صدراعظمه وايي، هېواد یې لا دې ته تیار نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، تر هغو چې دغې ډلې په خپل حکومت کې د ټولشمولۍ معیارونه پوره کړي نه وي. انګېلا میرکل چې د صدراعظمې په توګه یې کاري دوره په ختمېدو ده، پرون د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي شل ډلې رهبرانو ته تر وینا وروسته په یوه کنفرانس کې دا خبرې وکړې. تر دې مخکې د نړۍ نورو رهبرانو هم طالبانو ته چې د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې یې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده، دې ته وَرته پیغام ورکړی دی. د فرانسې غبرګون د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې افغانستان سره د یو میلیارد یورو په اندازه بشري مرستو ژمنه وکړه

د طالبانو د حکومت استازو د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د لومړي وار لپاره په داسې حال کې مخامخ خبرې وکړې چې دغې ټولنې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د څه باندې یو میلیارد یورو بشري مرستو ژمنه وکړه. د طالبانو پر افراطي ډله نړیوال فشارونه زیات شوي چې اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او د دغو مرستو هدف د بشري بحران د لا پراختیا مخنیوی ګڼل شوی دی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او ورسره ملګري پلاوي د امریکا،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه وکړه

مېل انلاین مېل انلاین ورځپاڼه ليکي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه وکړه. د فرانسپرس خبري اژانس په هغه راپور کې چې په دې ورځپاڼه کې خپور شوی، لولو چې اروپایي ټولنې د نړۍ د ۲۰ شتمنو هېوادونو چې د جي۲۰ ډلې په نوم هم یادېږي، په یوه مجازي غونډه کې له افغانستان سره د بشري ستونزو د هوارولو په برخه کې یو میلیارد ایرو چې ۱،۲ میلیارد ډالره کېږي، مرستې ژمنه وکړه.  د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون دیرلاین اعلان وکړ چې دغه مرستې به له دې سره مرسته وکړي چې افغانستان له لوی بشري او اقتصادي سقوط څخه وژغورل شي. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *