یونېسف: د افغان ماشومانو لپاره ۲۰۲۱ زېږدیز کال، سخت کال و
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانانو په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره ۲۰۲۱میلادي کال سخت کال و. په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو متخصص، سلام الجنابي، پرون ازادي راډیو ته وویل، د وروستیو میاشتو تحولاتو افغان ماشومان ډېر اغېزمن کړي: "د ۲۰۲۱میلادي کال د اګسټ میاشتې تر تحولاتو وروسته وضعیت ډېر خراب شو، ځکه کورنۍ ونه توانېدې چې د خپلو ماشومانو اساسي اړتیاوې هم پوره کړي. روغتیايي خدمات، د تغذیې او پوهنې چارې هم ګډې وډې شوې." الجنابي ۲۰۲۲میلادي کال چې... Читать дальше...