بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي خو د ده په خبره روسي ساري یې ولادیمیر پوتین تراوسه د دغه برید په اړه پرېکړه نه ده کړې. بایډن چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، دغه راز څرګنده کړه چې که روسیه دغه برید وکړي نو له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي. بایډن زیاته کړه، پر اوکراین برید به د روسیې لپاره یو ناورین وي چې مسکو ته به ډېر ځاني، اقتصادي او سیاسي زیانونه واړوي. د... Читать дальше...