د پوهنتون استاد سید باقر محسني د جمعې له ماسپيښين راهیسې لادرکه دی
د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد سید باقر محسني چې د طالبانو یو منتقد ګڼل کېده د جمعې له ماسپيښين راهیسې لادرکه دی. د طالبانو حکومت د هغه د ځای او سلامتۍ په اړه پوښتنې نه ځوابوي. د ښاغلي محسني د کورنۍ غړو او خپلوانو رسنیو ته ویلي چې د جمعې له ماسپيښينه لادرکه دی او هېڅ معلومات یې هم نه کېږي. له دې مخکې هم ګڼ سیاسي فعالان او د ښځو د حقونو مخکښې په کابل کې لادرکه شوې وې چې له څو اوونیو زندان وروسته بالاخره ځینې یې د طالبانو له زندانونو خوشې شوې. په دې ډله کې تمنا زریاب پریاني، پروانه... Читать дальше...